IQNA

په لسګونو زره پاکستانیانو د اسرائيلو په ضد د جهاد غوښتنه وکړه

15:42 - November 20, 2023
د خبر لمبر: 3488301
ایکنا-(لاهور) د پاکستان په لسګونو زره مسلمانانو په لاهور کې په ستر لاریون سره  داسرائيلو په ضد د جهاد غوښتنه وکړه.

ایکنانیوز له لاهور څخه راپور راکړ،د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور  ستر ښاهر کې  په لسګونو زره خلکو په ستر لاریون  کې د اسرائيلو د وحشیتوب او جنایتونو په ضد  خپله کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کړه.

د پاکستان مطبوعاتو ولیکل،  په دغې سترې مظاهرې کې د اسرائيلو دجنایتونو او دامریکا د بې کنټروله ملاتړونو او دغه راز د اسلامی امت دمرموزي چپتیا په خلاف سخت شعارونه ورکړل شول  او داسلامی هیوادونو له مشرانو وغوښتل شول چې له اسرائيلو سره دې خپلې اړیکې غوڅې کړی او پخپلو هیوادونو کې دې د اسرائيلي شیانو اود  اسرائيلي جنایتکار رژيم د ملاتړو د محصولاتو بایکاټ وکړي.

په مظاهره چیانو کې چې میرمنې او ماشومان هم پکې موجود وو، تر څو کلومیټرو پورې په لاریون  کولو سره د یوې غونډې په شکل کې سره غونډ شول او غونډې ته ویناوالو د  اسلامی امت د مسئولیتونو او د  خپلو مظلومو خوئيندو او وروڼو او بچیانو سره دمرستې  اسلامی اوانساني دندې وریادې کړې.

 دپاکستان دجماعت اسلامی ګوند مشر سراج الحق  دغو مظاهره چیانو ته پخپل خطاب کې ووئيل،  په درستې  نړۍ کې د فلسطینیانو په ملاتړ کې  روان میلیوني لاریونونه او مظاهرې  دنړۍ حکومتونه او ویده شوي ضمیرونه ویښوي  او د بې ګناه خلکو له چغې سره خپله چغه پورته کوي.  هغه دې ته په اشارې سره چې په اسلامی ملګرتیا موسیسې کې  فیصلو او ویناؤ هیڅ ګټه ونه لرله ووئيل،  مسلمان حاکمان باید کلک ودریږي او  د تیریګرو لاسونه غوڅ کړي او د خپلو مسلمانو خوئيندو او میندو او وروڼو مرستو ته ودانګي او دهغوي چغو ته ځواب ووائي.

د روانې میاشتې په پیل کې هم د پاکستان په میلیونونو خلکو  په مختلفو ښارونو کې د فلسطین له ملت سره د خواخوږۍ اوپيوستون  لپاره سترې مظاهرې  وکړې او له حکومته ئې وغوښتل چې له فلسطینیو وروڼو ترڅنګ دجهاد لپاره دتلو زمینې دې ورته برابرې  کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4182923

captcha