ایکنانیوز راپور راکړ، شاید یو ترټولو مهم اوسمهاله کتاب چې د قرآن خطي نسخو موضوع ته مخه کوي، د د فرانسې د یوه مشهور څيړاند فرانسوا دِروش اثر ؛ د اموی زمانې قرآنونه؛ دد ترټولو پخوانیو مصحفونو په اړه یوه سریزه؛نومې کتاب دی . په قاهرې کې د نهوض څيړنو او مطالعاتو موسیسې پّه وسیله د «مصاحف الأمويين: نظرة تاريخية في المخطوطات القرآنية المبكرة» په عنوان سره په عربی ژبه ددغه کتاب ترجمه هم خپره شوې ده.په اصلي ژبه ددغه کتاب عنوان چې په انګریزي ژبې کې لیکل شوی دی ، (Qur’ans of the Umayyads: A First Overview.) دی
دغه کتاب داوسمهال یوه ترټولو مهمه څيړنه شمیرل کیږي چې د قرآڼ د خطي نسخو لومړنۍ ارزونې ئې کړي دي
دِروش د تاریخ په دغه کتاب کې د قرآن کریم په ترټولو پخوانیو نسخو باندې په شوو ټولو بدلونونو باندې رڼا اچولې ده. هغه ددې خبرې په کولو سره چې په نوو رودو سره دخطي نسخو تاریخ اچول اعتماد نه لري او هڅه کوي ، له مختلفو رودو څخه یوه ترکیبي لاره چې په هغو د خط،نسخې ، کتیبې یا دد قرآڼ د رسم الخط د پرمختګ له مرحلود هنر د تاریخ پيژڼدګلوي شامله ده ، او خپلې نتیجې لوستونکي ته وړاندې کړي.
دغه کتاب چې یو څيړاند حسام صبري په وسیله په عربی ژبه ترجمه شوی دی، د قرآني خطي نسخو د ارزونې په موخې سره دی. چې د امویانو په پړاؤ کې ،يعنی په لومړنۍ پيړۍ کې لیکل شوی دی، ځکه له دې مخکې دق رآن کریم آیتونه ، په شفاهي بڼه د قرآن د حافظانو له لارې منتقل کیدل.
د کتاب دعربی ترجمې په سریزې کې چې د تهوض د څيړنو او مطالعاتو دمرکز له خوا خپره شوې ده ، راغلي دي چې د کتاب ژباړه د ؛ مصاحف الاموئين(دبنی امیه ؤ قرآنونه) په عنوان سره د الازهر پوهنتون د ترجمې او ژبې په پوهنځي کې په انګریزي ژبه د اسلامی مطالعاتو دډلې د علمي پلاوي دیوه غړي ډاکټر حسام صبري په وسیله تخصصي ژباړه ده او متن ئې په یوې ماډرن رودې او په ښکلي اودقیقو عبارتونو سره لیکل شوې ده او په هغو حاشیو سره چې اصلي متن مشخص او لابشپړوي ،یو ځاي ده.
فرانسوادِروش د ۱۹۵۲کال داکتوبر په ۲۴نیټه په متس کې زیږیدلی دی. هغه د نسخه پيژندنې او کتبیه پيژندنې یو متخصص او څيړاند دی . په نرمال عالي مدرسې کې د مقدماتي پړاؤنو تیریدا او د زده کړې له دوام وروسته د مصرپيژندنې په څانګې کې ئې په پوهنتونی مدرک اخستو کې بریالی شو. هغه یو کال د فرانسې په ملی کتابتون کې د علمی ریذینټ په توګه د قرآن د خطي نسخو د کیټلوګ د برابرولو مسئول شو او درې کاله ئې هم په استانبول کې د فرانسې د آناتولي مطالعاتو په انسټيټیوټ کې په کار بوخت شو. هغه په ۱۹۹۰کال کې دعالی څيړنو په عملی مدرسې کې د تاریخي او فلسفي علوموپه پرخې کې دمطالعاتو د مدیر په توګه منصوب شو .
دِروش له ۲۰۱۵کاله د پارس په ملی کتابتون کې د قرآن دتاریخ استاد دی. هغه په ترټولو مهمو کتابونو کې دغه آثار شامل دي
- دلیل المخطوطات العربیه چاپ 1983
- الکتاب العربی المخطوط مقدمات تاریخیه 2004
- القرآن: ضمن سلسلة ماذا اعرف 2004-2009
- النقل الکتابی للقرآن فی بدایات الاسلام(المخطوط البارینزینو بتروبولیتانوس) 2009
- الصوت و القلم 2016
- قرآن الامویین نظره اولیه 2013
: https://www.amazon.com/Books-Francois-Deroche/s?rh=n%3A283155%2Cp_27%3AFrancois+Deroche