IQNA

د سند صوبې په میوزیم کې د تلاؤت اجرا او د حیدرآباد په امامباړې کې شتون

8:26 - November 26, 2023
د خبر لمبر: 3488330
ایکنا-(حیدرآباد) پاکستان ته د  شباب الرضا(ع) دتلاؤت دملی پلان د لیږل شوي پلاوي په شتون پسې  دوی د پاکستان دسند صوبې میوزیم ته تللي او دغه راز ئې د پاکستان دحیدرآباد په  اصغریه  حسینی  امامباړې کې  په شتون سره شب شعر دستورو کې ګډون و کړ.

ایکنا-(حیدرآباد) پاکستان ته د  شباب الرضا(ع) دتلاؤت دملی پلان د لیږل شوي پلاوي په شتون پسې  دوی د پاکستان دسند صوبې میوزیم ته تللي او دغه راز ئې د پاکستان دحیدرآباد په  اصغریه  حسینی  امامباړې کې  په شتون سره شب شعر دستورو کې ګډون و کړ.ایکنانیوز راپور راکړ، پاکستان ،کراچۍ او حیدرآباد ته د شباب الرضا(ع) د تلاؤت دملی پلان د غوره کسانو د پلاوي  د سفر په دوام کې دوی د پاکستان دحیدرآباد  د پیام اسلامی موسیسط په دفتر کې په شتون سره  د قرآني موسیسو، استاذانو او معلمانو په شتون کې ددغه پلان داجرا په باب ځانګړی معلومات وړاندې کړل.

پر دې اساس ، د شباب الرضا(ع) دتلاؤت  دپلاوي  او (د تلاؤت د شوق د سیالیو د څانګې) د ملی پلان اجرائي منشي حسین  مقدم کیا په وینا دغې ډلې د حیدرآباد د اصغریه حسیني امامباړې  د شعر د شپې په دستورو کې  چې د فلسطین دمظلوم  ولس په ملاتړ او ددغې سیمې د ساداتو په شتون سره ترسره شوي ،ګډون وکړ.

 

   په کراچۍ او حیدرآباد کې ددغه پلاوي د څو ورځیني سفر په پروګرامونو کې د څو موسیسو زده کړې په ړه  لیده کاته ،د تلاؤت د شوق د سیالیو ، او دتلاؤت دملی طرحې بیانول ، دد مینه والو قرآني زده کونکو  د ځانګړي تلاؤت د تقلید دسمې زده کړې د پړاؤنونو ترسره کیدا  او د سند صوبې دمیوزیم لیدل  او د میویزم په  انګڼ کې  د ابوالفضل  عدالت خواه او محمد باقري  په یوځاي د قرآن د تلاؤت اجرا  او  په دغو پروګرامونو کې د خلکو پراخ هرکلی  شامل ؤ.

 

یادونه کیږی  چې ددغه پلاوي دغه سفر  په حیدر آباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري خونې  او  د قدس رضوي د آستان د قرآن کریم  دمرکز  او اسلامی ارشاد او فرهنګ د وزارت د قرآن او عترت  دمرستیالس په مشارکت سره ترسره شو

 
 
 

.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4183918

captcha