ایکنانیوز راپور راکړ، د اوقافو اوخیریه چارو د قرآن کریم د سیالیو شپږڅلویښتم پړاؤ د لیندۍ یا قوس د میاشتې له نهمې تر اتلمسې نیټې پورې دفسطین په تیره بیا د غزې د شهیداناو په یاد چې په تیرو څه دپاسه څلویښتو ورځو کې دطوفان الاقصی عملیاتو له پیلیدا راهسې شهیدان شوي دي، د خراسان شمالي ولایت په مرکز بجنور ولسوالۍ کې ترسره کیږي.
د اوقافو وخیریه چارود ادارې د قرآڼي چارود مرکز له خوا برابر شوو پروګارمونو کې ، قرآني ټولنه د قرآن کریم دنورانی عظمت وروستي سپکاوي هم په کلکه محکوموي.
ددغو سیالیو پرانیستونکي دستورې د لیندۍ په نهمه نیټه دوه نیمې بجې دبجنورد په داریوش هوټل کې ترسره کیږي.
پردې اساس د ښاغلو اوآغلو ددینی نغمو د برخې په ترسره کیدونکو دوو ورځو کې به ۴۶میرنې او سړي د دعا اوآذان په برخې کې له یوه بل سره سیالۍ وکړي او پر دې سربیره به د ښاغلو او آغلو په برخو کې د نعت خوانۍ او مداحۍ د ۲۵ډلو دسیالیو شاهدان هم ووسو.
د سیالیو په دغه پړاؤ کې به د میرمنو پروګرام د لیندۍ له دیارلسمې تر شپاړسمې نیتې پورې دحفظ، دتحقیق د قرائت او ترتیل په څانګو کې ترسره شي او په تول کې د ټول قرآڼ او د شلو سپارو د حفظ او قرآئت په څانګې کې ۷۳میرمنې پخپلو سره سیالي وکړي.
د سړیو سیالۍ به هم د لیندۍ له دیارلسمې ترشپاړسمې نیټې پورې ترسره شي چې په هغو کې به هم د قرآن د تحقیق د تلاؤت اوترتیل په برخې کې ۴۶کسان او د ټول حفظ په څانګې کې ۲۵کسان او د ۲۰سپارو د حفظ په څانګې کې هم اتلس کسان سره سیالۍ وکړي.
پر دې سربیره ددغه پړاؤ دترسره کیدا په مودې کې په ترسره شوي پلانونې سره به ، د ولایت ولسوالیو ته له قرآن کریم سره د انس د محفلونو دترسره ولو لپاره یوشمیر غوره اونړیوال قاریان هم ولیږل شي.