IQNA

د اسلامی ملګرتیا موسیسه د توکمپالنې د زیاتیدا په باب جدی خبرداری ورکوي

8:33 - November 28, 2023
د خبر لمبر: 3488342
ایکنا-(ریاض) د اسلامی ملګرتیاموسیسې عمومی منشي د بشری حقوقو د خپلواکه کمیشن د هلوځلو په قدرونې سره د توکمپالنې  دخطرو په باب سخت خبرداری ورکړ.

ایکنا نیوز د اسلامی ملګرتیا موسیسې د خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د اسلامی ملګرتیا موسیسې د  عمومی منشی دسیاسی چارو سلاکار یوسف الصبیعي د عربستان په جدې کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې د بشری حققوقو  دخپلواکه دایمي کمیشن  ددوویشتمه  عادي غونډه افتتاح کړه.

هغه په دغې غونډې کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې دعمومی منشي حسین ابراهیم طه  په نمایندګۍ په دغې ناستې کې چې له توکمپالنې سره د مقابلې په موضوع سره ترسره شوه، وینا وکړه.

د اسلامی ملګرتیا موسیسې عمومي منشی  په خپل هغه پیغام کې چې ددغې ناستې لپاره ئې لیږدولی ؤ ود بشری حقوقو د خپلواکه کمیشن د ملموسو  هڅو قدرونه وکړه او  ددغه کمیشن د سکرټریت  د اجرائي مدیر نوره زید الرشود څخه ئې چې د ارزښتمنو فني ملاتړونو  په وړاندې کولو سره ئې خپله حرفه وي ژمنتیا  نندارې ته وړاندې کړې، قدرونه او مننه وکړه .

 هغه  دتوکمپالنې په باب د بشری حقوقو  یو شمیر موضوعګانو په باب  داسلامی ملګرتیا موسیسې سکرټریټ ته په خطاب کې ووئيل، چې توکمپالنه دټولنو او وګړو لپاره جدي پایلې  لري  او ډیر تاوانونه اړوي، ځکه ټولنیزې نابرابرۍ ته دوام ورکويڼد اجتماعی پرمختګ فرصتونه  او کارکسبونه محدودي او  بدني او روحي هوساینه کمزوري کوي او  دټولنیزو تاؤتریخوالو رابرسیره کید سره مرسته کولی شي. هغه همداراز ټينګار وکړ د اسلامی ملګرتیا موسیسه او همداراز غړي ئې  هماغه شان  له توکمپرستۍ سره  مبارزې په لومړنۍ کرښې  کې باقي پاتیکیږي ، ځکه  دهغو سټینډرډونو په ټاکلو کې ئې فعال رول درلودلی دی چې  له دغې ښکارندې سره ئې په مبارزې کې  مرسته کړې ده .

https://iqna.ir/fa/news/4184507

captcha