IQNA

د نبیانو روزنیزه روده؛نوح(ع)/37

دحضرت نوح (ع)په تربیّتي سیرت  کې استدلال

11:25 - November 30, 2023
د خبر لمبر: 3488349
ایکنا-(تهران)فکر نه کول او د نادانۍ له کبله جنایت هماغه شان چې په تیروخت کې ئې له انسانه قرباني اسختې ،هماغه شان قرباني اخلي . دغه تیروتنه که کنټرول نشي سره له دې چې دترټولو ښو کسانو په وسیله ترټولو ښې روزنیزې رودې هم اجرا شي ،بیا به هم نتیجه ونه لري.

هماغه شان چې  دانسان لپاره ددرکولو  او فهم اصل مو ومنلو،نو بیا باید یوه وسیله د دهغه د لپاره فهم ته درسیدا د آوزار په توګه په نظر کې ونیسو . د مثال په توګه دغو  دوو آوزارونو ته اشاره کوو.

  • حس؛ انسان دپنځو حواسو په وسیله په ډيرو موردونو کې  سم  درست ، له ناسمو څخه  او ښکلی  له بدرنکو څخه هم جلا کوي.نو حس  دانسان د پيژندګلوۍ یو آوزار دی .
  • عقل او منطق؛ عقل دپيژندګلوۍ داسې آوزار دی چې د تیروتنې احتمال ئې له حس څخه لاکم دی . په عین حال کې د پيژندنې دغه آوزار هم تیروځي او له  تیروتنې مبرا(پآک ) نه دی.

له عقل او منطق څخه  د روزنې او تربیت په چارو ې کې په ډيرو موردونو کې استفاده کیدلی شي ، داسې چې  د تربیّت یو  ترټولو مهم اړخ  چې هغه پوهه ده د عقل او منطق له لارې  له تربیّت کونکي څخه تربیت کیدونکی ته منتقلیږي . په حقیقت کې  غه شی چې عقل  په جدي توګه ورباندې غور کوي، دلیل دی او عقل  د یوې موضوع  دلیلونه ارزوني او  د مشکل نشتوالی په بڼه کې ئې تائيدوي.

حضرت نوح(ع)د استدلال (ددلیل)  له لارې  دخپل قوم په تربیّت کونې کې هڅه درلوده چې  په دې کار کې بریالی نه شو .هغه د دوي لپاره د انسان دخلقت دلیلونه ، د آسمانونو او مځکې د خلقت دلیلونه راوړل چې ثابته کړي ، دغه ټول شیان په قطعي توګه له یوه خالق سره  اړونده دي. خو دو ي دغه محکم دلیلونه  ونه منل.  

د حضرت نوح (عّ)  څو استلالاونو ته دلته اشاره کوو.

  1. د انسان خلقت

   حضرت نوح بنی (عّ   په لومړنۍ مرحلې کې د اسان خلقت ته اشراه کوي، ؛مَا لَکُمْ لا تَرْجُونَ لِلَّهِ وَقَارًا وَقَدْ خَلَقَکُمْ أَطْوَارًا ؛ ولې تاسو دخداي د عظمت لپاره قایل نه ئۍ ؟ په داسې حال کې تاسو په مختلفو مرحلو کې پنځول شوي یاست.

 حضرت نوح(ع) په دې جملې کې توانید، یوازې ووائي چې تاسو ئې خلق کړئ  او د هغو مختلفو مرحلو ته ئې اشاره نه وائ کړي ، خو دا موضوع  اشاره کوي څو دخداوندمتعال خالق شونه وښئ. د انسان خلقت په مختلفو مرحلو کې  ترسره کیږي . د قرآن د شهادت په اساس د مور پّ رحم کې د وینې په شان یو شی په یوه پنډ شی بدل شوی چې  ورته (علقه) وئيل کیږي او دغه پنډه وینه په یوه ژوَل شوي غوښې په شان په یوه شي بدلیږي چې  هغې مُضغه وئيل کیږي. دغه ژوَل شوي غوښته بیا په هډوکي بدلیږي او په نهایت کې  پر هډوکو غوښته پوښل کیږي. (مومنون سوه -14)  

2 د آسمانونو خلقت او پڼځيدا   دحضرت نوح علیه السلام یو بل دلیل د اوو آسمانونو پنځول دي ،هغه فرمائي؛ أَلَمْ تَرَوْا کَیْفَ خَلَقَ اللَّهُ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا ؛ آیا نه پوهیږئ څرنګه خداوندمتعال اوه آسمانونه په یوه بل  دپاسه پنځولي دي؟

څرنګده ده که ټول انسانان  سره یو ځاي شي ، بیا  هم هغه یو آسمان چې په سترګو لیدل کیدلی شي  نشی جوړولی . په عین حال کې نو بیا څرنګه هغه بتان چې حتی  له انسانانو هم لاکمزوري دي ،ددوي خالق  کیدلی شي؟

captcha