IQNA

د ټول قرآن کریم په حفظ کې د بنګله دیش دیوه اته کلن ماشوم بې مخینې وړتیاؤ خلک حیرانه کړل

7:22 - December 02, 2023
د خبر لمبر: 3488357
ایکنا-(بنګله دیش) د بنګله دیش یو اته کلن ماشوم توانیدلی دی ، په ډير لنډ وخت کې ټول قرآن کریم حفظ کړي.

ایکنانیوز د ډيلی بنګله دیش له قوله راپور راکړ،دبنګله دیش یوه اته کلن ماشوم عبدالله الفهیم بریالی شوی دی، قرآن کریم په  په 105 ورځو کې  په اوڅاره انداز سره حفظ کړي.

هغه د چټا ګرام په نعمت نور جامع جومات کې دبنګله دیش د قرآن کریم دحفظ په نړیوالو سیالیو کې په ګډون سره  خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې.

عبدالله فهیم  دکورنۍ ترټولو لوی بچی دی او دوه وروڼه او یوه خور لري . هغه د هدایت النور د قرآڼ دحفظ  د مرکز زده کونکی دی او نیّت لری  یو اسلامی عالم جوړ شي. د هغه پلار سلیم الله جهانګیر د بنګله دیش  د چټاګرام په اوخیا سیمې کې د یوه جومات  د جمې لمانځه امام دی.

ددغه ماشوم حافظ استاد حافظ شیعب الاسلام سهیل  ووئيل، چې دغه ماشوم په خدای ورکړي استعداد سره یوازې په درې نیمو میاشتو کې  ټول قرآن حفظ کړ،له ټولو غواړم چې ورته دعاګانې وکړي.

عبدالله فهیم همداراز د خپل هیواد د قرآن کریم په ترټولو لویو سیالیو کې په شتون خوشالي ښودلې او وئيلي ئې دي ،چې هیله مند دی ،د اسلام ددین په تبلیغ  کې دخپل پلار لارې ته دوام ورکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4184936

captcha