IQNA

دغزې د مظلومو میّندو چغه به ضرور د نړیوالو غوږونو ته رسوو

16:04 - December 02, 2023
د خبر لمبر: 3488360
  ایکنا-(پیښور) د پاکستان په پیښور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری خونې په کوربتوب سره د پاکستانیو پوهانو په شتون سره  د غزې د ماشومانو او میرمنو د په ضد د صهیونیسټ رژيم په وسیله د بشری حقوقو دخلاف ورزیو د اړخونو د اروزنې سمینار جوړ شو.

  ایکنا دایرنا له قوله   راپور راکړ، د پاکستان  خیبر پختونخواه په مرکز پیښو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري خونې په کوربتوب سره  دپاکستان  دکی پي کی د سیاسی، مذهبی  او کلتوري شخصیّتونو په شتون سره د میرمنو په ضد د تاؤتریخوالی د نفي  د نړیوالې  ورځې په مناسبت په غزې کې د ښځو او ماشومانو په ضدد وحشي صهیونیسټي رژيم  په لاس د بشری حقوقو د خلاف ورزیو داړخونو د ارزونې په اړه سمینار ترسره شو.

په پيښور کې د ایران دکلتوری خونې مسئول   حسین چاقمي ، دخیبر پختونخواه صوبط د میرمنو د حقوقو دفعالانو او دمیرمنو په ضد دتاؤتریخوالی د مخه نیونې د چارو پلټونکې میرمن رخشنده ناز  او د سیاسی ګوندونو د میرمنو د چارو مشرانو او نورو  ډیرو خلکو پکې ګډون وکړ.ح سین چاقمي پخپلې وینا کې ووئيل،وحشي صهیونیسټي رژيم په غزې کې  په تیره  په زرګونو میرمنې او ماشومان ووژل چې یو ډیر بوږنونکی انسانی ضد جنایت دی . د نړیوالو قوانینوپه اساس دمیرمنو په ضد د تاؤتریخوالی په زمینې کې  موجوده  تعریفونو غوره  تمرکز ،په بدني،جنسي ،ذهنی او اقتصادی  څلورو اړخونو کې  ورځاي شوی دی  او  په درو حریمونو کې ،یعني په کورنۍ ، ټولنې او حکومت کې  دد وي لپاره مصداقونه ذکر شوي دي

په دغه سمینار کې د پاکستان دخیبرپختونخواه  ملی عوامي ګوند د ویندوئې میرمن ثمر بلور  هم پخپلې وینا کې دغزې له مظلومو خلکو سره  د پيوستونو په څرګندولو سره ووئیل، زه  د یوه سیاسی  فعالې په توګه نه ،بلکې د یوې مور په  توګه په دغه سمینار کې ګډون کوم ،ځکه چې دغزې  دمظلومو مئيندو  چغه باید دنړیوالو غوږونو ته ورسوو.

په دغه پروګرام کې نورو ویناوالو هم  ووئيل، مونږ دغزې د مظلومو  میئّندو ترڅنګ  ولاړ یوو او ورڅخه بشبړ ملاتړ کوو  او  او له دوی سره د مرسته کونکو  او ملاتړو په تیره بیا د مونږ د ورور او ګاونډي هیواد دایران د اسلامی جمهوریت قدردان یوو.

 

https://www.irna.ir/news/85308190/

captcha