IQNA

په امریکا کې په ډزو کې د زخمی شوو فلسطینیو محصیلینو برخلیک نامعلوم دی

8:49 - December 03, 2023
د خبر لمبر: 3488364
ایکنا-(واشنګټن)  د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخپل یوه وروستي راپور کې ،په ورماؤنټ ایالت کې د هغو درو فلسطین توکمه محصیلینو دراتلونکي په باب  چې ډزې پرې شوي او زخمي شوی  وو،خبرداری ورکړی دی.

ایکنانیوز د القدس العربی له قوله راپور راکړ، واشنګټن پوسټ  ورځپاڼې په یوه راپور کې  د ؛ هغو فلسطینیو محصیلینو نامشخص راتلونکی او درد چې په ورمانټ کې پرې ډزې شوي ؛ په عنوان سره ټينګار کړی دی . درې هغه فلسطینی محصیلین چې  دفلسطینۍ چفیې په چولو په دلیل وربندې ډزې شوي وې، د سلامتیا او  نفسیاتی تاوانونو له امله کړیږی.

د تحسین علی احمد په نامه محصیل په دغوډزو کې په سینې لګیدلی  او دهغه بل ملګری هشام عورتانی  دواړو لاسونو په مینځ کې د ملاشهتیر باندې  او  دریمه ګولۍ هم د دریم کنان عبدالحمید په ملا لګیدلې  چې هڅه ئې کوله دیرغلګر له ډزو وتښتي او په شالګیدلی دی .

په دغه راپور کې وئيل شوي دي  دغه جنایت هغه مهال شوی چې  د انساني حقوقو  ادارو د مسلمانو اوعرب توکمه امریکائي ښاریزو په ضد د نفرت اوکرکې دخوریدا په باب خبرداری ورکړي دي.

داپه داسې حال کې دي چې  دغې حملې د متحده ایالاتو په درستو پوهنتونونو او  هغو موسیسو کې  فلسییني ځوانان پکې درس وائي ، د ویرې او وحشت یوه څپه خوره شوې ده.

امریکائي  چارواکو  ۴۸ کلن  جیسن ایتن ددغه وژلې په هڅې تورن کړی دی

 دغه درې فلسطیني محصیلین  په داسې حال کې چې مازدیګر  دعورتاني د نیا له کور سره نزدې پلي  روان وو ، چې ورباندې د یوه ناپيژاندي کس له خوا ډزې وشوې. او درې واړه پکې ټپیان شوي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4185428

captcha