IQNA

د حماس د القسام کنډکونو مبارزانو کابو ۶۰صهیونیسټي پوځیان هلاک کړل

14:55 - December 03, 2023
د خبر لمبر: 3488365
ایکنا-(غزه) دفلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس پوځي کنډکونو القسام بریګیډ په غزې کې په یولړ غلچکیو عملیاتو کې د جنایتکارصهیونیسټي رژیم په لسګونو عسکر غافلګیر کړل او  له هغوي ئې کابو شپیته جنایتکار عسکر هلاک کړي دي.

ایکنانیوز د فارس له قوله راپور راکړ،د حماس غورخنګ پوځي  څانګې القسام  کنډکونو په یوې فوری خبرتیا کې ووئيل،د مقاومتي چورلیز مبارزانو ،نن سهار د جحر الدیک سیمې په ختیځ کې په څو خیمو کې چې کابو شپیته تیریګرعسکر پکې دیره شوي وو،له څارلو وروسته د هغو خیمو په شاوخوا کې ماینونه کیښودل او ناتار ئې ورباندې جوړ کړچې په نتیجې کې ئې کابو شپیته صهونیسټي عسکر هلاک شول.

ددغې خبرتیا په په اساس،نن سهار وختي څلورنیمې بجې ددغو ماینونو په چاودیدو پسې د مقاومت یو مبارز د پاتې تیریګرو د په نښه کولولپاره هغه ځاي ته ورغی چې که کوم ژوندئ پاتې تیریګر وي نو په نښه ئې کړي،له عملیاتو وروسته  په سلامتیا سره خپل مرکز ته ستون شوی دی.

داپه  داسې حال کې دي چې  تیریګر صهیونیسټي رژیم د خبر تر خپریدا بورې  ددغې پیښې په باب هیڅ غبرګون نه دی ښودلی او خپل هلاک شوي پوځيان ئې هم تائيد کړي نه  دي.

د فلسطین ډیری سرچینې وائي چې له طوفان الاقصی  ناڅاپي  عملیاتو پسې د صهیونیسټ رژیم په یو زر  اته سوه  تیریګر پوځیان هلاک شوي خو د صهیونیسټ رژيم پوځي سرچینو دخپلو دوه سوه اویاؤ تیریګرو عسکرو  هلاکت تائيد کړی دی.

 https://www.farsnews.ir/news/14020912000191

captcha