ایکنانیوز د پارس تودی له قوله راپور راکوي د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د سلطي له نظام سره په مقابله کښې د ایران او کیوبا په شمول د ټولو خپلواکو هیوادونو د مشترکاتو په مینځ کښې د فلسطین د خلکو د حقوقو ملاتړ او د دواړو هیوادونو د ستراتیژیکو اړیکو پر بنسټ ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نن د ایران د اسلامي جمهوریت او کیوبا د لوړ رتبه پلاوی په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پراختیا په اړه خوښي څرګنده کړه. ایران ته د کیوبا د جمهوریت د ولسمشر میګویل دیاز کانیل سفر د دواړو هیوادونو ترمینځ اغیزمنې خبرې اترې له ۲۲ کلونو وروسته د دواړو لورو په اړیکو کښې د بدلون ټکی وباله .
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په مختلفو برخو کښې خپل مینځیو پراخو ظرفیتونو ته په اشارې سره د دغو ظرفیتونو تبادله د امریکاله بندیزونو سره په مقابله کښې اغیزمنه وبلله.
رئیسي د کرونا د واکسین په شمول د واکسینونو په تولید کې د ایران او کیوبا اغیزمنی همکارۍ ته په اشارې سره د ساینس او ټکنالوژۍ، بایو او نانو ټیکنالوژۍ په برخو کې د کیوبا او ایران د پام وړ پرمختګونه د تهران او هاوانا تر منځ د تجروبو او ظرفیتونو د تبادلې لپاره اغیزمن وبلل .
د ایران ولسمشر هم له کیوبا سره د طب، کرنې، کانونو او انرژۍ په برخو کښې د تعامل او ملګرتیا لپاره چمتووالی اعلان کړ او ټینګار یې وکړ: نن سبا د دواړو ملتونو ګټې چی د ظرفیتونو او تجربو د تبادلې لپاره د لا زیاتو موثرو اقداماتو ته ضرورت لری. .
رئیسي د خبرواترو او تفاهمونو د تعقیب لپاره د دواړو هیوادونو د ګډ کمیسیون د سمدستي فعالیدو په ضرورت په ټینګار سره د تهران او هاوانا ترمینځ د تجارتي او اقتصادي ملګرتیاو پراختیا د بندیزونو په بې اغیزې کولو کښې اغیزمنه وبلله .
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه د اوسني نړیوال نظام د بې کفایتۍ او بې انصافۍ نښه وبلله او د آزادو هیوادونو د ارادې په اساس یې په عادلانه پوځي بدیل ټینګار وکړ.
د کیوبا ولسمشر میګویل دیاز کانیل هم د دواړو هیوادونو سیاسی مشترکاتو ته په اشارې سره وویل: څو میاشتې مخکې کیوبا ته د ایران د ولسمشر سفر او همداراز د بريکس د غونډې او د ملګرو ملتو د عمومي غونډې په څنډه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشر سره دوه اړخیزه کتنی د دواړو هېوادونو داړیکو د ژورتيا او پراختيا لپاره مهم وباله.
د کیوبا ولسمشر د ایران په خلاف د امریکا د ظالمانه بندیزونو او د ایران ضد اقداماتو په غندلو او د صهیونیسټانو د نسل وژنې په وړاندې د نړیوالو ادارو په بې کفایتۍ او انفعال په سختو نیوکو سره په غزه کښې د سمدستي اوربند په رامینځته کولو ټینګار وکړاو د فلسطينيانو د حقونو د تامينولو او د يو خپلواک فلسطيني دولت د رامنځته کيدو غوښتنه وکړه.