IQNA

د غزې د جنګ په باب په امریکا کې نوي نظرسنجي د زیاتره امریکایانو د نه ملاتړ ښودنه کوي

8:49 - December 05, 2023
د خبر لمبر: 3488377
ایکنا-(نیویارک) په امریکا کې یوه نوي نظرغوښتنه ښئ چې ددغه هیواد زیاتره میرمنې او ځوانان په غزې تړانګې د اسرائيلو دتیریو ملاتړ نه کوي  او ورڅخه کرکه کوي.

ایکنانیوز د عربی ۲۱ له قوله راپور راکوي، د امریکا ګالوپ څيړنیزې موسیسې له خوا په نومبر میاشت وروستو کې یوه نظرسنجی ترسره شوي چې  ۱۰۱۳ امریکائي ښاریزو پکې ګډون کړی دی . ددغې نظرغوښتنې  نتیجې  چې په یکشنبې ورځې خپرې شوي ،د امریکا د  متحده ایالتونو زیاتره ځوانان او میرمنې  په غزې تړانګې باندې د اسرائيلو دتیریو ملاتړ نه کوي او ورڅخه بیزاره دي او کرکه ترې لري.

دغې نظر سنجۍ ښودلې ده چې برخه اخستونکي ۵۲فیصدي میرمنې په غزې د اسرائيلو د حملو ملاتړ نه کوي  او ۴۴فصیده دغه  حملې روا ګڼي. همداراز  له اتلسو تر ۳۴کلونو عمر لرونکي  ۶۷فیصدي ګډونکي  هم په غزې د اسرائيلو د وحشی ډوله  حملو سره  مخالف دي .

د نظر غوښتنې د نتیجو په اساس ۵۰فیصده  ګډون کونکی په غزې د اسرائيلو  دحملو ملاتړ کوي ،په داسې حال کې چې ۴۵فیصده  کسان ورڅځه ملاتړ نه کوي. دغه راز دا هم مشخصه شوې ده چې  په غزې د اسرائيلو دحملې په موضوع کې په امریکایانو کې د عمر او توکم  له پلوه هم  ډیر اختلافات هم شته دي .

په داسې حال کې چې  ځوانان په پریکنده ډول  له  جنګ سره مخالفت کويو زیات عمر لرونکي کسان ورڅخه چورلټ ملاتړ کوي. همداراز رنګین پوستي  له جنګ سره سخت مخالف دي ،البته سپين پوستي ورڅخه ډير ملاتړ کوي.

دغې نظر غوښتنې دغه راز ښودلې ده چې ۷۱فیصده  جمهوری غواړي داسرائيلو له حملو ملاتړ کوي  او ۲۳فیصده  ورسره مخالفت کوي په داسې حال کې په نظر غوښتنې کې ډيموکراټ ۶۳ فیصده ګډون کونکو ورسره مخالفت ښودلی او ۳۶فیصدو ئې هم ملاتړ کړی دی .

له بل پلوه  په غزې له حملو  ۵۹فیصده سړیو ملاتړ کړی ،په داسې حال کې ۳۷فیصده ګډونکونکومیرمنو ئې سخت مخالفت کړی دی.

په هرحال ددغې نظر غوښتنې په اساس، د امریکا  ۶۱فیصده سپين پوستي  داسرائيلو له حملو ملاتړ کوي او ۳۶ فیصدو دغه حملې په زغرده رد کړي دي.

همداراز ۶۷ فیصده ګډون کونکو اسرایلو سره د متحده ایالاتو د پوځي مرستو  له وړاندې کولو او له فلسطین سره د  انسان دوستۍ دمرستو دلیږد  باندې رضایت ښودلې دی ،په داسې حال کې چې ۳۱فیصده ګډونکونکي په دې اند دي چې  هیواد ئې   له اسرائيلو سره له حده زیات ملاتړ کړی دی. همداراز د امریکا ۷۲فیصده بوډاګانو وئيلي دي ، چې په غزې داسرائيلو دحملو بدلونونه له نزدې تعقیبوي.

https://iqna.ir/fa/news/4185758/

captcha