ایکنانیوز له بجنورده راپور راکړ، د قرآن دعمومی سیالیو د شپږڅلویښتم پړاؤ دنهائي مرحلې سیالۍ د ښاغلو په برخې ،د تحقیق د قرآئت، دترتیل د قرائت ، دشلو سپارو د حفظ په برخو کې د بجنورد د داریوس هوټل د غونډو په هال کې ترسره شوې.
د میرمنو په برخې کې هم د بجنورد په پيټروکیمیکل کمپلیکس کې په همدغو څانګو کې له یوې بلې سره سیالۍ وکړې.
د سیالیو په دغې شپې دداریوش هوټل د بجنوردیانو دخودجوشه شتون کوربه ؤ.ځوانان اوزلمیان ډله دله یا له خپلو کورنیو سره په دغو دستورو کې اوڅاره شتون درلود، کیرمه مینو او فوټوګرافرانو د ددغو صحنو دانځورولو لپاره خاصه ولوله درلوده او د ټيلیویژن په چوکاټ کې هر ځل دیوه ماشوم یا هغه زلمي څیره چې د د قرآن د یوه حافظ اجرا ته ئې خاص توجه درلوده ،دکیمرې په سترګه ئې انځورید، او شاید هغه ځوان په زړه کې غوښتل چې یوه ورځ ددغو سیالیو کونکي په ځاي کې کیښنې او خپلې قرآني حفظ شوي برخې وړاندې کړي.
په دغو دستورو کې د غزې د حماسې لپاره دمسلمانانو د وحدت او اتحاد ولوله او پرتم هم د لیدو وړ ؤ.
ددغو دستورو اجرا کونکي دهماغه نورو شپو په څير د غزې دمظلومو خلکو او دهغوي دحماسې یادونه کوله او له دغه ولولناک ټوله ئې وغوښتل څو مړه دې وي اسرائيل چغې پورته کړي او خپل موټي د اعتراض د نښې په توګه د دښمن په خوله ګوزار کړي. د قرآن دغه سیالۍ د قرآنی لهجې او محفل ښکلی نندارې وړاندې کړي ، خو اصل ددې عامل دی چې له مشرکینو څخه برائت او له نړیوالو خونخوارانو څخه د کرکې علان او ننداره د قرآن د ژورو مفاهیمو څرَک دی .