IQNA

د حضرت فاطمةالزهرا(س)په یاد کې د علامه اقبال په زړه پورې مثنوي (فیلم)

15:25 - December 11, 2023
د خبر لمبر: 3488407
ایکنانیوز- د اسلامی تاریخ یو ژباړن او څيړاند مهدي امین فروغي  وائي  ،  د پاکستان ملی  حماسی شاعر علامه محمد اقبال (لاهوري)د اسلامی وحدت سره په اړونده مسئلو کې یو لوي شاعر او متفکر ؤ. علامه اقبال چې لوړ تفکر،دقیق لرلید،او شعرونو کې ئې ډول ډول احساسات درلودل ، د  اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)د زړه د ټوټې   او لور حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها  په مدح کې ډيره په زړه پورې مثنوي  وئيلې ده .

د اسلام د تاریخ یو تکړه ترجمان او څیړاندمهدي امین فروغيد خپل درس د ټولګې په څوارلسمې برخې کې  چې د  حضرت فاطمةالزهرا د شهادت  د شپو ورځو او په عربي او فارسي شعر کې د فاطمي  ادبیاتو په باب  د ایکنانیوز په همت سره تولید شوی . دحضرت فاطمةالزهراسلام الله علیها  په مدحه کې د پاکستان د ستر ملی او حماسي شاعر علامه محمد اقبال (لاهوري) د مثنوي په باب  ووئيل علامه اقبال (لاهوري) د  څوارلسمې قمری پيړۍ دلومړیو او د دیارلسمې لمریزې پيړئ د وروستیو یو لوي شاعر او متفکر  دی چې  په تیره بیا د اسلامی وحدت سره  په اړونده مسئلو کې  ډير فعال ؤ او ددیني اصلاح پالو برخه شمیرل کیدۀ. دعلامه اقبال په  شعرونو کې ډول ډول احساسات ،یوه لوړه لیدتوګه  او دقیق فکر له ورایه ښکاري  او د پيام مشرق،زبورعجم، اسرار رموز او جاودینامه په څیر  په فارسي ژبه ټولګې ئې  په کرتو خپرې شوي دي  او دغه راز ئې  په اردو ژبه هم په لسګونو کتابونه  خپره شوي دي.علامه اقبال د حضرت فاطمةالزهرا ، صدیقةالکبری سلام الله علیها په شان کې ډيره په زړه مثنوي وئيلې ده چې په ویډیوئي کلیپ کې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي.

دانلود کتابهای اقبال لاهوری

https://iqna.ir/fa/news/4187193

captcha