IQNA

د فلسطینی فیلم جوړونکي شهید سامر ابودقه د زوي دقرآن پاک په زړه پورې تلاؤت(فیلم)

12:23 - December 20, 2023
د خبر لمبر: 3488450
ایکنا- د فلسطینی کیمره مین شهید سامر ابودقه  زوی زین سامر ابودقه دعنکبوت سورې د څو آیتونو تلاؤت  وکړ او بیا ئې خپل شهید پلار ته ډالۍ کړ.

ایکنانیوزدالجزیره له قوله راپور راکړ،د فلسطین یوه فیلم جوړونکي شهید سامر ابودقه  زوی زین سامر ابودقعه دعنکبوت سورې د څو آیتونو تلاؤت کړی او بیا ئې خپل شهید پلار ته ډالۍ کړی دی. زین په دغې ویډیو کې چې الجزیره ټيلیویژنی چینل  خپره کړې ده ،  د عنکبوت سورې  ۵۶ او ۵۷آیتونو تلاؤت وکړ او بیا ئې خپل شهید پلار ته ډالۍ کړ.  یاعِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ (۵۶) كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ (۵۷): ائ زما بندګانو چې ایمان مو راوړی دی،زما مځکه پراخه ده یوازې زما عبادت وکړئ(۵۶) هر نفس به د مرګ خوند وڅکي هغه مهال به د ما وخوا ته راوګرځول شي.(۵۷)

 د لیندۍ د میاشتې ۲۴ د جمعې په ورځ الجزیره ټيلیویژنی چینل راپور ورکړ،ددغه چینل کیمره مین سامر ابودقه  له الجزیره ټيلیوژنی چینل سره له شکل کلنې ملګرتیا وروسته د وحشی صهیونیسټي رژيم په جنایتونو کې ټارګټ شو. څو دقیقې وروسته په داسې حال کې چې ابودقه هڅه کوله  له خپلو ډیرو ژورو ټپونو سره سره له هغه ځایه ووځي ، خو یو ځل بیا ټارګټ شو او په شهادت ورسید.

دغزې تړانګې په جنوب کې د الجزیره چینل خبریال وائل ابودحدوح هم چې د جنګ په لومړنیو شپو ورځو کې ئې  د کورنۍ غړي په وحشي ډوله بمباریو کې شهیدان شوی ؤهم په دغې پيښې  کې ټپي شو،البته له دوهمې حملې څخه مخکې ئې ځان له هغه ځایه ویستلی ؤ او درملنه  ئې وشوه.

 د سامر ابودقه په شهادت سره  په غزې تړانګې کې د وحشي جنایتکار صهیونیسټي رژيم د بې آمانه حملو هماغه پيله د شهید شوو خبریالانو شمیر  ۹۰کسانو ته ورسید.

د سامر ابودقه جنازه  او ورسته د مدني دفاه درې ماموران  په غزې کې ناصر روغتون ته منتقل  شول.

https://iqna.ir/fa/news/4188775

captcha