IQNA

په  تیرې اونۍ کې په مسجد النبي کې پینخه میلیون لمونځ ګوزارو شتون درلودلی

15:53 - December 27, 2023
د خبر لمبر: 3488482
ایکنا-مسجد النبي  په تیرې اونۍ کې د څه د پاسه پنځه میلیون او دوه لکه څلور اویا زره لمونځ ګوزار او زیارتوالو شتون درلودلی دی.

ایکنانیوز د الوطن له قوله راپور راکړ،په تیرې اونۍ کې په مسجد النبی کې څه دپاسه پنځه میلیون اودوه لکه ۷۴ زره لمونځ ګوزار  او حاجیانو شتون درلودلی دی.

د مسجد الحرام اومسجد النبی  عمومی منجَورپه یوه راپور کې دغه مطلب بیان کړی دی. په دغه راپور کې ټينګار شوی دی ،دغه تولیت  له امنیتی ،خدماتي ،روغتیائي  او همداراز د عملې  له نورو اورګانونو سره  پراخې ملګرتیاوې زیاتې کړي دی،دغه اقدامات د د لمونځ ګوزارو او د مسجد الحرام او مسجد النبی زیارتولو ته د سسټماټيکو خدمتاتو وړاندې کول او لمونځ ګوزارو  او حاجیانو ته د زیارت ااو عبادتونو د آسانتیاؤ برابرول دي.

په تیرې اونۍ کې د مسجد النبی حرم ته څه دپاسه پنځه لکه شپږدیرش زره  درې سوه پنخه شپيته زیارتوال وارد شوي دي.پردې سربیره د بوډاګانو لپاره هم دڅه د پاسه پنځلس زره دوه سوه پنځه اویا کسانو خدمات وړاندې شوي دي.همداراز په لمونځ ګوزارو او حاجیانو کې هم کابو یو دیرش زره دوه سوه شپږ نوي ډالۍ هم ویشل شوي دي   او په دغوجوماتونو کې څه دپاسه دوه نوي زره اوه سوه دوه کسانو ته د ځّاي لارښونې خدمات هم وړاندې شوي دي .   

https://iqna.ir/fa/news/4190036

 

captcha