IQNA

د مصر یوې خافظې جینۍ په درو میاشتو کې قرآن په خطي بڼه قرآن کریم ولیک

19:01 - December 28, 2023
د خبر لمبر: 3488488
ایکنا-د مصر یوې پيغلي رحاب صلاح الشریف په یوه نیم کال  مودې کې ټول قرآن حفظ کړی او په درو میاشتو کې ئې د قرآن کریم  کتابت کړی دی.

ایکنا د قاهره ۲۴  د مصر د قنا ولایت په شمال کې د فرشوط ولسوالۍ اوسیدونکې دمصره پیغله رحاب صلاح الشریف  په درو میاشتو کې د ټول قران کریم کتابت کړی دی.

رحاب چې ۲۱کلنه ده،اوس د الازهر پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي  په دریم کال کې دعربی ژبو ادبیاتو او ژبې په څانګې کې په سیوط کې زده کړې کوي ،  او له دې مخکې توانیدلې  په یونیم کال کې قرآن کریم حفظ کړی دی .  

هغې د قاهرې ۲۴چینل سره په خبرو کې ووئيل، چې په الازهر پوهنتون کې د زده کړې په پړاؤ کې ئې د قرآن کریم حفظ پیل کړی ؤ،خو یو نیم کال مخکې ئې فیصله کړې  چې په بشپړډول ئې حفظ کړي.چې بلاخره همدغه هدف ته ورسیده.

د قرآن کتابت د میرمن رحاب یوازې یوه آئيډیا وه چې له مخکینۍ پلانونې پرته دهغې په ذهن کې ئې خطور  وکړ او وې وئيل، په پيل کې ئې پخپل ذهن کې د قرآن کریم دحفظ دتثبیتولو په خاطر د قرآن د کتابت اقدام وکړ و په دوام کې ئې دخپل استاد او کورنۍ په هڅونې سره وتوانیدله څو په درو میاشتو کې دغه کتابت بشپړ کړي.

د قرآن کتابت له ډیر وخت راهسې یوه داسې روده وه چې دقرآن حافظانو دخپلو محفوظاتو د تثبیت لپاره ترسره کوله .  

https://iqna.ir/fa/news/4190092

 

captcha