
ایکنا د قاهره ۲۴ د مصر د قنا ولایت په شمال کې د فرشوط ولسوالۍ اوسیدونکې دمصره پیغله رحاب صلاح الشریف په درو میاشتو کې د ټول قران کریم کتابت کړی دی.
رحاب چې ۲۱کلنه ده،اوس د الازهر پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په دریم کال کې دعربی ژبو ادبیاتو او ژبې په څانګې کې په سیوط کې زده کړې کوي ، او له دې مخکې توانیدلې په یونیم کال کې قرآن کریم حفظ کړی دی .
هغې د قاهرې ۲۴چینل سره په خبرو کې ووئيل، چې په الازهر پوهنتون کې د زده کړې په پړاؤ کې ئې د قرآن کریم حفظ پیل کړی ؤ،خو یو نیم کال مخکې ئې فیصله کړې چې په بشپړډول ئې حفظ کړي.چې بلاخره همدغه هدف ته ورسیده.
د قرآن کتابت د میرمن رحاب یوازې یوه آئيډیا وه چې له مخکینۍ پلانونې پرته دهغې په ذهن کې ئې خطور وکړ او وې وئيل، په پيل کې ئې پخپل ذهن کې د قرآن کریم دحفظ دتثبیتولو په خاطر د قرآن د کتابت اقدام وکړ و په دوام کې ئې دخپل استاد او کورنۍ په هڅونې سره وتوانیدله څو په درو میاشتو کې دغه کتابت بشپړ کړي.
د قرآن کتابت له ډیر وخت راهسې یوه داسې روده وه چې دقرآن حافظانو دخپلو محفوظاتو د تثبیت لپاره ترسره کوله .
https://iqna.ir/fa/news/4190092