ایکنادالجزیره له قوله راپور راکړ، دټولنیزو چینلونو فعالانو،د غزې د روغتیائي چارود ادارې د مشر منیر ابرش دلور چنان ابرش له خوا د قرآن کریم د تلاؤت یوه ویډیو خپره کړې ده. دغه ویډیو په غزې کې کې د جنګ له پیلیدا مخکې ریکارډ شوي او په هغې کې میرمن جنان ابرش د خپل پلار تر څنګ دقرآن کریم تلاؤت کوي، او د دغه بریالیتوب په خاطر په پاي کې د شوق او ولولې اوښکې تویوي،په داسې حال کې چې دهغې پلار هغه ستائي او په غیږې کې ئې نیسي.
جنان ابرش په جبالیا کیمپ باندې د وحشي صهیونیسټي رژيم په هوائي حملې کې شهیده شوې ده،منیر ابرش په هغې ویډیو کې چې له هغه څخه خپره شوې ده، ټپي او په روغتون کې په بستر پروت دی او د صهونیسټي وحشي رژيم دحملې په شپه د خپلې لور د شهادت واقعه بیانوي.
داپه داسې حال کې دی چې وحشي صهیونیسټي رژيم د طوفان الاقصی ناڅاپي او بې مخینې عملیاتو پسې دغزې په ضد یو ویجاړونکی جنګ پیل کړی دی،تر پرون پورې ئې د غزې او شاوخوا څه دپاسه ۲۱زره نهه سوه عام فلسطینیان چې زیاتره ئې ښځې او ماشومان دي شهیدان کړي دي. دغه راز دغه وحشي ډوله جنایتونوه په غزې د بینخ بینائيو د بشپړ تباه کیدا سبب شوي او یوه لویه انساني غمیزه ئې رامینځةکړې چې هم نړیوالې ټولنې او هم اسلامی نړۍ پرې تردې دمه سترګې پټې کړي او خپل انساني او اسلامی مسئوليّتونو په ترسره کولو ئې سترګې پټې کړي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4191233