IQNA

په کاسابلانکا کې د قرآن د تجوید نړیواله جشنواره ترسره کیږي

7:57 - January 08, 2024
د خبر لمبر: 3488538
ایکنا- په کاسابلانکا کې د قرآن کریم دتجوید دنړیوالې جشنوارې نهم پړاؤ د جنورۍ له ۲۴تر ۲۷ نیټې پورې ترسره کیږي.

ایکنانیوز د هسپرس له قوله راپور راکړ، د قرآن کریم د تجوید دنړیوالې جشنوارې نهم پړاؤ د جنورۍ دمیاشتې له ۲۴تر ۲۷ نیټې پورې د سلواغې دمیاشتې  له ۴ تر ۷نیټې سره سمون خوري ، په کاسابلانکا ښار کې ترسره کیږي.

ددغې   جشنوارې افتحاری مشري د علمی لوړې شورا د  عمومی منشي محمد یوسف په غاده ده او  له شیخ محمد الترابی به هم قدرونه اوستاینه وشي.

 دجشنوارې  په دغه پړاؤ کې  دقاضیانو دپلاوي مشري هم د شیخ عبدالکبیر الحدیدي په غاړه ده چې  په تیر یوه پړاؤ کې  له هغه ستاینه شوې ده.

 په دغې جشنوارې کې به  د مراکش  او دنورو هیوادونو له مختلفو سیمو  کابو ۴۰۰ ګډون کونکي برخه واخلي.

 ترسره کونکي کمیټې   دولسو ګټونکو ته جایزې مخصوصې کړي دي چې په هغو کې  شپږ جایزې  ماشومو هلکانو اوانجونو ته  او شپږ جایزې هم سړیو او میرمنو ته  ډالۍ کیږي. پر دې سربیره  ستایونکي میډالونه  هم غوره کسانو ته ډالۍ کیږي.

مراکش  په لویدیځي او شمالی افریقا کې د قرآنی  فعالیتونو  مرکز دی او هرکال   ددغه هیواد  د قرآنی اورګانونو له خوا  د هیواد په داخل او بهر کې په تیره بیا د لویدیځي آفریقا د حوزې په هیوادونو کې  قرآنی فعالیتونه ترسره کیږي او بل پلوه  مراکش د د نافع د رودې په روایت سره  د قرآڼ د چاپ اوخپریدا مرکز دی چې  په شمالی اولویدیځي افریقا کې یو دود روایت حسابیږي.  

https://iqna.ir/fa/news/4192589/

captcha