IQNA

په بنګله دیش کې د روهینګیائي کډوالو په کیمپ کې اورپه زرګونو خیمې لوو لپه کړې

13:53 - January 08, 2024
د خبر لمبر: 3488542
ایکنا- په بنګله دیش کې د روهینګیائي مسلمانو کډوالو په یوه کیمپ کې د اور د لګیدا له امله په دغه ځاي کې کابو یو زر دوه سوه خیمې په ایرو بدلې شوې. البته د احتمالی مرګ ژوبلو په باب ئې څه نه دي وئيل شوي.

  ایکنانیوزد آناتولِ  له قوله راپور راکړ،د بنګله دیش د کاکس بازار د اور وژونکي ادارې مرستیال مشر  له آناتولي خبری آژانس سره په  خبرو کې په دې باب ووئيل،   سیمې ته د اور وژونکي اته ډلې لیږدول شوي او  البته  د خبر تر مخابیره کیدا پورې  ئې د احتمالی مرګ ژوبلو په باب  څه نه دي وئيل شوي

د روهینګیا یوه مسلمان محمد رضوان چې خپلوان ئې د اور د لګیدا له امله تاواني شوي دي،وئيلي دي په دغه اور کې څه دپاسه یوزر دوه سوه خیمې سوځيدلي دي او کابو شپږ زره  روهینګیائي کډوال بیا  بې کوره شوي دي ، البته  هغه وئيلي دي چې  دا د ورانکارۍ اقدام دی. او ځيني میانماري بلوه غواړې ډلې هڅه کوي،د پناه غواړو په کیمپونو کې  خپل حاکمیّت ټينګ کړي.

   د کډوالو د بیرته ستنیدا او دمرستندویه کمیشنرۍ مرستیال   سامسود دوزا  هم وئيلي دي ،  چې د پيښې په ځاي ارزونې شوي دي  او د کډوالو  لپاره د خواړو ،سرپناه او قالیو  د تامینولو لپاره  هڅه کوي.

 د ملګروملتو د پناه غواړو د لوړې کمیشنرۍ  داحصایو په اساس ، د راخیني مسلمانانو  شمیر  چې د ۲۰۱۷کال څخه په میانمار کې له ظلم او  جنایتونو  څخه تښتیدلي او بنګله دیش ته ئې پناه وړې ، کابو یو میلیون کسان ښودل  شوی دی  چې په هغو کې ۵۲ فیصده ماشومان او ۴۸فیصده نور زیات عمر لرونکي او بوډاګان  شامل دي .

https://iqna.ir/fa/news/4192686

captcha