IQNA

شیطان څه شی دی ؟

7:55 - January 09, 2024
د خبر لمبر: 3488544
ایکنا-؛شیطان؛ یوه عامه نامه ده او په هر منحرف  کونکي او موذی  موجود ته هغه که انسان وي او که غیر انسان وئيل کیږي، خو ؛ابلیس :  د یوه علم نامه ده او په کلی توګه  دغه شیطان نامه ده چې آدم ته ئې په بهشت کې دوکه ورکړه او  له بهشته دهغه د شړل کیدا سبب شو.

د ؛شیطان ؛کلمه  د ؛شطن ؛ مادې څخه اخستل شوې ده ، او شاطن  د خبیث او پست  په معنا راغلی دی .شیطان  یوه سرکش او  رد شوي  موجود ته وئيل کیږی.  د  انسان  او یا جن او یا د هر خوځيدونکي  پشمول ، او  د یوه شرغواړي روح او له حقه لیرې په معنا ، هم راغلی دی . دغه کلمه یوه عامه نامه (د جنس نامه ) ده ، په داسې حال کې  چې ؛ابلیس؛د یوه جن  خاص نامه ده . په بله معنا، شیطان، هر هغه منحرفونکي او خطرناک  او طاغي او سرکش  موجود ته وائي  ،هغه که انسان دی او که غیر انسان  او ابلیس  دهغه شیطان نامه ده چې آدم ته ئې دوکه ورکړه او له بشهته  ئې وویست.

 په قرآن کریم کې ددغې کلمې  د استفادې د موردونو په باب راغلی دي ، چې شیطالن  یو مضر او خطرناک موجود ته وئيل کیږی، داسې موجود چې  له سمې لارې بې لارې شوی او د نورو د آزارولو هڅه کوي . داسې موجود چې هڅه کوي،  دوه ډلې جوړې کړي او  اختلاف او فساد خور کړي ، لکه څنګه چې په قرآڼ کریم کې په مایده سورې ۹ آيت کې لولوو؛ إِنَّما يُرِيدُ الشَّيْطانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَداوَةَ وَ الْبَغْضاءَ»   ؛شیطان غواړي دتاسو په مینځ کې دښمني ،بغض او کینه رامینځةکړي.

                                   (المائده/91).

 په قرآن کریم کې ،شیطان  په یوه خاص موجود ته نه وئیل کیږي، بلکې حتی شر غواړو او فساد ګرو انسانانو ته هم  وئيل شوی دي . لکه څنګه چې په قرآڼ کریم کې راغلي دي ، وَ كَذلِكَ جَعَلْنا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا شَياطِينَ الْإِنْسِ وَ الْجِنِّ»  په داسې بڼه کې مونږ د هر پيغمبر لپاره له انساني  او جني شیطانونو څخه یو دښمن غوره کړی دی. 

 (الانعام/112).

دا چې ابلیس ته هم شیطان وئيل شوي دي ، د هغه شرارت او فساد په خاطر دي  چې په هغه کې موجود دی .

 پر دوي سربیره ، ګله  د شیطان کلمه ،پر میکربونو ؛ هم اطلاق کیږي ،  د پیغمبر اکرم څخه په یوه حدیث یو مثال ورکړل شوی دی چې فرمائي ؛ د خپل بریتو ویښته  اوږده مه پریګدئ،ځکه  شیطان  هغه د خپل ژوند لپاره د امن چاپيریال  ګرځوي.، او  هلته پټيږي : په دې توګه روښنه شوې چې  شیطان مختلفې معناوې لري چې   د هغو یو مصداق ؛ ابلیس ؛ او د هغه لښکریان دي . او د هغو بل مصداق  منحرفونکي اوفساد ګر انسان  او احیانا په خينو موردونو کې  د خطرناکو میکروبونو  په معنا  هم  بلل شوي دي.

( دغه مطلب د تفسیر نمونې  له لومړي جلد او  ۱۹۱ صفحې څخه اخستل شوی دی)

 

captcha