؛جن ؛ د انسانانو لپاره یو نامرائي موجود دی . پر شیطان چې جن ؤ د حضرت آدم په وړاندې د سجدې واجب کیدا چې (الكهف/ 50) پر جن د انسان د لویوالي یو دلیل دی . په قرآن کریم کې د جن لپاره ډير مشخصات راغلی دي ،چې ځينی ئې تاسو سره شریک کوو.
دغه موحود په باب په خلکو کې ډير خرافات موجود دي ، په هغوکې یو دا چې دوي په ډير عجیبه او وحشتناکو شکلونو سره ، لکئ لرونکی موجود او زهر لرونکی موجود ،خطرناک او آزارونکی ،کینه کښ، او بد چلند بلل شوي دي . که د جون د مود موضوع له دغو خرافاتو پاکه شي، نو اصل مطلب په بشپړ ډول د منلو وړ دی ځکه پر هغه څه چې مونږ ئې وینو،د یوه ژوندي موجوداتو پر انحصار هیڅ دلیل نشته پوهاند وائي و هغه موجود چې انسان ئې پخپل حواس سره درک کولی شي، دهغه موجود په وړاندې چې په حواس اوعقل سره د درک وړ نه وي، هیڅ دی .تر دې چې په دا وروستیو کې ژوندي موجودات په ذره بین سره کشف شوي نه وو، هیچا باؤر نه کاوه چې په یوې قطرې اوبو کې یا په یوې قطرې وینې کې په زرګونو ژوندي موجودات وي ، چې انسان د دوی د لیدو قدرت نه درلودلی .پر دې سبیره پوهان وائي ، د مونږ سترګه محدود رنګونه ویني او زمونږ غوږ محدود غږیزې څپي آوري ، هغه رنګونه او غږونه چې د مونږ په په سترګو او غوږونو سره د د رک وړ نه دي ، له دې ډير زیات دي چې ددرک وړ دي.
کله دنړۍ وضعیّت داسې وي ، نو څومره د تعجب خبرده ده چې په دغې دنیا کې څومره ډول ډ،ل ژوندي موجودات شته دي چې مونږ ئې پخپل حواس سره نه شو درک کولی ، په هرحال له یوه پلوه قرآن کریم د جن د وجود او له هغو ځانګړتیاؤ سره چې ذکر شول، شته دي او له بل بلوه هیڅ عقلي دلیل ئې نفی نه کوي ،پر دې اساس ، باید دا ومنل شي او په دغې برخې کې خلک له خرافاتو باید ډډه وکړي.
(دا مطلب د تفسیرنمونې له ۲۵ټوک او ۱۵۴صفحې څځه اخستل شوی دی)