ایکنا- حمد سوره یوازینۍ سوره ده چې ټوله له خداي سره مناجاتو او دعا باندې مشتمله ده؛ د حمد سورې په لومړنۍ برخې کې د پروردګار ( ثنا) ده او په بلې برخې کې ئې دبنده اړتیاوې بیانیږی

دغه سوره په مکې کې نازله شوې ده او اوه آیتونه لري. د حمدم سورئې ځانګړنې په یوه مختصر بیان کې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
د سورې فضیلت او محتوا؛
له یوه نظره دغه سوره په دوو برخو ویشل کیږي ،یوه برخه ئې د خدای تعالی حمد اوثنا کوي او بله برخه ئې د بنده داړتیاؤ خبره کوي. د پيغمبر اکرم(ص) څخه په یوه حدیث کې لولوو، خداوندمتعال فرمائي؛ ما د حمد سوره دخپل بنده او ځان ترمنیځ ویشلې ده ؛ نیمه سوره زما لپاره او نیمه نوره هم زما د بنده لپاره ده. زما بنده حق لري ،هرڅه چې وغواړي له ما ئې غوښتلی شي.::
ددغې سورئې په فضیلت کې د پیغمبر اکرم (ص) په یوه حدیث کې نقل شوي دی چې فرمائي ؛ هر مسلمان الحمد سوره ولولي دهغه جایزه دهغه چا په اندازه ده چې په دروکې دوه برخې قرآن کریم ئې لوستلی وي( په یوه بل روایت سره ، جایزه ئې د هغه چا په اندازه ده چې ټول قرآن ئې لوستلی وي) او ګواکې هر یوه مومن سړي او مومنې ښځې ته یوه ډالۍ لیږلي وي:::