
دغه سوره په مکې کې نازله شوې ده او اوه آیتونه لري. د حمدم سورئې ځانګړنې په یوه مختصر بیان کې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
- دغه سوره اساسا دقرآن کریم له نورو سورو سره د لهجې او رتم له پلوه روښانه فرق لري، ځکه په دغې سورې کې خداوندمتعال د مناجاتو انداز او له هغه سره دخبرو کولو روده خپل بنده ته ورزده کړې ده . ددغې سورې پيل د پروردګار په حمد او ستاینې سره پيلیږي او په مبدء او معاد د ایمان (خداي پيژندنې آو په قیامت ورځ ایمان) په څرګندولو سره دوام مومي او د بندګانو غوښتې او اړتیاوې پوره کیږي
- الحمد سوره ،د قرآن اساس ده، د پيغمبراکرم (ص)په یوه حدیث کې راغلي دي چې خپل یوه صحابی جابر بن عبدالله انصاري ته فرمائي؛آیا هغه ترټولوبرلاسه سوره چې خداي په خپل کتاب کې نازله کړې ده ،تاته درزده کړم؛ بیا هغه بزرګوار د حمد سوره چې؛ام الکتاب؛دی، هغه ته ورزده کړه.وروسته ئې بیا وفرمائيل؛دغه سوره د هر درد لپاره شفا ده ،سوای له مرګه.؛ام؛ د اساس او ریښې په معنا ده . شاید په همدې دلیل مشهور مفسّر ابن عباس وائي، هر شی اساس او بنیاد لري او د قرآن کریم اساس او بیخ بینائي د الحمد سوره ده
- د قرآن کریم په آیتونو کې د حمد سوره پیغمبر اکرم (ص) ته د یوه لوی موهبت په توګه معرفی شوی او د ټول قرآن په مقابل کې واقع شوې ده ،لکه څنګه چې فرمائي؛ وَلَقَدْ آتَيْنَاكَ سَبْعًا مِنَ الْمَثَانِي وَالْقُرْآنَ الْعَظِيمَ؛ او بې شکه چې د حمد سورې په شان اوه مثالي آیتونه مو پر تا ډالۍ کړل؛ (سوره حجر: آیه 87).
د سورې فضیلت او محتوا؛
له یوه نظره دغه سوره په دوو برخو ویشل کیږي ،یوه برخه ئې د خدای تعالی حمد اوثنا کوي او بله برخه ئې د بنده داړتیاؤ خبره کوي. د پيغمبر اکرم(ص) څخه په یوه حدیث کې لولوو، خداوندمتعال فرمائي؛ ما د حمد سوره دخپل بنده او ځان ترمنیځ ویشلې ده ؛ نیمه سوره زما لپاره او نیمه نوره هم زما د بنده لپاره ده. زما بنده حق لري ،هرڅه چې وغواړي له ما ئې غوښتلی شي.::
ددغې سورئې په فضیلت کې د پیغمبر اکرم (ص) په یوه حدیث کې نقل شوي دی چې فرمائي ؛ هر مسلمان الحمد سوره ولولي دهغه جایزه دهغه چا په اندازه ده چې په دروکې دوه برخې قرآن کریم ئې لوستلی وي( په یوه بل روایت سره ، جایزه ئې د هغه چا په اندازه ده چې ټول قرآن ئې لوستلی وي) او ګواکې هر یوه مومن سړي او مومنې ښځې ته یوه ډالۍ لیږلي وي:::