ایکنانیوز- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشردفجر فیلم ددوه څلویښتمې چشنواری د چاروالو او مسئولانو سره په کتنې کې ووئيل، ایرانی اسلامی تمند ارزښتمنې ادبی،کلتوری او هنري شتمنۍ لري چې یوه ترټولو اغیزشیندونکي ئې د سینما په چوکات کې د دغو شتمنیو انځور دنیا ته په وړاندې کولو کې دی .ولسی حکومت چمتووالی لری چې په دغه ډګر کې دکلتور او هنرد ډګر له هنرمندانو په ملګرتیا او د دوي پخپل همت سره ګام پورته کړي.

ایکنانیوز د ولسشمرۍ د دفتر د اطلاع رسونې د ادارې له قوله راپور راکړ، د ایر ان اسلامی جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ، فرهنګي ډيپلوماسي ، د ایران داسلامی جمهوریت دبهرني سیاست لومړیتوب دی .
سید ابراهیم ریئسي همداراز پرون د ایران د کلتور او اسلامی ارشاد وزازت مختلفې برخې ولیدې.
د اسلامی ا یران ولسمشر په دغې کتنې کې د ایراني اسلامي هویت د تحقق، ساتنې او لوړتیا او همداراز پيژندګلوۍ او ترټولو ښې کارونې لپاره هڅه ، د ایراني –اسلامی هویت له ګواښونو سره دمقابلې لباهر ترټولو اغیزشیندونکي ،تر ټولو ماډرن آوزار او رودې ، دایران د کلتور او اسلامی ارشاد و زا رت ډير مهم او اساسی ماموریتونه وبلل.
هغه په دوام کې ووئيل، دتفکر ، د قلم او بیان آزادي د ایران د اسلامی جمهوریت دترټولو لویو بریاؤ او ویاړونو برخه ده .
داسلامی ایران ولمسشر له ګاوڼډيو ، ا سلامی او همغږه هیوادونو سره د اقتصادي او سیاسی اړیکو دپیاوړتیا ترڅنګ دکلتوري ارتباطاتو پياوړتیا هم ډير اهمیّت لرونکې وبلله او وې وئيل و لویدیځي رسندوئي امپراتوري تل د ایران د اسلامی جمهوریت په نسبت دنړۍ دعموي افکارو کې د ذهني غوټو د رامینځةکولو او داغي څيرې ښودلو هڅه کوي ، نو دا یران کلتوري سلایاران باید ددغو سپيرو هڅو د شنډولو لباره خپل ټول توان وکاروي او ایراني –اسلامی کلتوري ارزښتونه او ټې دود کړي.