IQNA

ایران تل په سختو شرائطو کې د پاکستان پشتیباني کړې ده

15:43 - January 18, 2024
د خبر لمبر: 3488590
ایکنا- د پاکستان پخوانی دفاع وزیر خواجه آصف خبرداری ورکړ،په سیمې کې ځيني هیوادونه د ایران  او پاکستان  د اړیکو په ضد تل دسیسې کوي او هیڅکله هم  دمونږ په تاریخي  اړیکو په تیره بیا د اسلام اباد له سیمه ایزو دریځونو څخه دتهران ملاتړونه  هیڅکله هم نشي زغملی.

ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ،د پاکستان پخواني دفاع وزیر خواچه آصف ترهه ګري د تهران او  اسلام اباد پشمول په سیمې کې یو ګډ چیلنج وباله او له ایران سره د  تاریخي اړیکود ساتلو په ضرورت باندې په ټینګار سره  ووئيل، مونږ باید به یاد ولرو چې د ایران اسلامی جمهوریت تل په سختو شرائطو کې د پاکستان ملاتړی او پشتیان دی.

خواجه آصف   د پاکستان له جیو نیوز ټيلیویژني چینل سره د پاکستان په بلوچستان کې د ترهه ګرو په مرکز د ایران د حملو به باب پخپلو څرګندونو کې ووئيل، ترهه ګري په چورلټ ډول  د  دواړو هیوادونو لباره یو جدی چیلنج دی او مونږ باید د یوه بل ترڅنګ دغه بحران حل کړو.

  هغه ټینګار و کړ،پاکستان د ایران له اسلامی جمهوریت سره تل تاریخي او ورورولۍ  اړیکې  درلودلی دي ،او مونږ باید ددغو اړیکو د اهمیّت خیال وساتو او ددغو اړیکو د خرابیدا اجازت ورنکړي .

د پاکستان پخواني دفاع وزیر ووئیل، ایران په  ترټولو سختو شرائطو کې تل د پاکستان ملاتړی  دی  او مونږ سره  ئې مرسته کړې ده  او په تاریخ کې هم دا ثبت شوې ده. هغه  همداراز  ووئيل پاکستان هم د ورستیو پیښو د ځواب حق لري خو باید دخپلو د وو اړخیزو اړیکو  خیال وساتو  او هر کار باید په عقلمندۍ او  هوښیارۍ سره ترسره کړو.

خواجه آصف  همداراز خبرداری ورکړ،  چې په سیمې کې ځيني  هیوادونهد ایران  او پاکستان  د اړیکو په ضد تل دسیسې کوي او هیڅکله  هم  دمونږ په تاریخي  اړیکو په تیره بیا  داسلام اباد له سیمه ایزو  دریځونو څخه  دته ران  ملاتړونه  هیڅکله هم نشي زغملی.. هغه  همداراز د   مشترکه چیلنجونو به باب  ددواړو هیوادونو ترمینځ پر ډيپلوماسۍ  او خبرواترو  په ضرورت په باندې په ټینار سره  ووئيل،  ایران او پاکستان په قطعي توګه   د یوه بل د مشترکو  مشکلاتو په ضد  په یووخت  اقدام او ګډ  کار  جوګه دي .

داپه داسې حال  کې دي چې د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزارت په دغو پيښو پسې د پاکستانیو چارواکو دفوری توضیح غوښته کړې ده .

سخنگوی وزارت خارجه پاکستان: ایران کشور برادر است و به تمامیت آن احترام می‌گذاریم + فیلم

په عین حال کې د پاکستان خارجه وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په باب له ایران سره  پر ګډو ملګرتیاؤ باندې په ټينګار سره  وئيلي دي ، پاکستان  دایرن په خاورې کې دننه د پاکستانی الاصل ترهه ګرو پر مرکزونو حملې کړي دي.

د پاکستان د خارجه وزارت په اعلامیې کې  راغلي دي ،  پاکستان د ایران د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیّت بشپړ احترام کوي.  ایرنا د پاکستان یو ښه ګاونډی اوورور هیواد دی  او د پاکستان ولس دایران د ولس ډیر احترام  او مینې ته قایل  دي،مونږ تل  دترهه ګرۍ د بلا په شمول له ګډو چیلنجونو سره په مقابلې کې پر ملګرتیاؤ او خبرواتروټینګار کړی  دی او مشترکو حل لارو ته د رسیدا لپاره به هلوځلو ته دوام ورکړو.

فائل فوٹو

له دې سره په یووخت  د پاکستان  دپوځ دعمومی اړیکو دفتر آئي ایس پي آر هم په یوې اعلامیې کې د نن سهار وختي د ایران په سروان ولسوالۍ کې دترسره شوو عملیاتو په باب وئيلي دي ،په دغو عملیاتو کې له ډير احتیاطه کار اخستل شوی او د بی ایل اې او بی ایل ایف  بیلتون غواړو ډلګیو په مرکزونو ئې شیشت برابر کړی او  عامو خلکو ته له تاوان رسولو پرته اقدام شوی دی . په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوي  چې په دغو عملیاتو کې ډرونز ،توغندوي او نوره مناسبې وسلې کارول  شوي دي.

په عین حال کې وورستي  راپورونه ښئ چې د ایران  او پاکستان پر پولې شرائط آرامه دي  او د میرچاوې دسرحدي چارو مدیر حسین علی شاه کرم  په وینا د ایران او پاکستان پوله هماغه راز خلاصه  ده او تر وروستیو پورې له کوم مشکل پرته ټرانزیټي تګ راتګ ترسره کیږي.

داپه د اسې حال کې دي چې  چین ،ترکیې ،جاپآن او افغانستان  د ایران او پاکستان پر لوړپوړو چارواکو غږ کړی چې خپل مینځۍ شخړې دې د خبرواترو او ډيپلوماسۍ له لارې حل کړي ،دغو هیوادونو  همداراز د میننځګړیتوب وړاندیز هم کړی دی.

https://www.irna.ir/news/85357910

captcha