ایکنا- فلسطیني ماشومان د کډوالۍ له شرائطو سره سره ، هماغه شان د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح ښار په کیمپونو کې د قرآن کریم زده کړو ته دوام ورکوي.ایکنا د العربی ۲۱ له قوله راپور راکړ، د طوفان الاقصی دعملیاتو یعني د اکتوبر له اومې نیټې څخه په غزې تړانګې د صهونیستي جنایتکار رژيم د دوامدارو تیریوپه وړاندې له ځان ه د محافظت لباره یو شمیر ماشومان ، له خپلو کورنیو سره یو ځای یوه مدرسې ته پناه وړې ده.

دهغو انجونو خپرۀ شوي انځورونه ښئ چې د رفح په یوه کیمپ کې د په شهامت سره په هغو سختو شرائطو کې چې پکې ژوند کوي، د قرآن کریم په حفظ او زده کولو بوخت دي .
په هریوه کیمپ کې او په داسې شرائطو کې چې دغزې درست ښونځیي بمباران او دهغو د درس کلاسونه چټي شوي دي،د فلسطین ویاړمنو کسانو پخپلې خوښې سره د قرآن کریم د حفظ او زده کړې لپاره یوه خیمه یا کوټګئ ځان ته مخصوصه کړې او دغه خیمې یا کوټګئ د ټولو عمر لرونکو په تیره بیا د ماشومانو او میرمنو له خوا د قرآن کریم د حفظ لپاره له اوڅاره هرکلیو سره مخ شوي دي .
د فلسطینیو چارواکو او د ملګروملتو د مسئولانو له خوا د خپرو شوو اطلاعاتو په اساس،په تیرو درو میاشتو کې د صهیونیسټي وحشي رژیم بې آ مانه حملې د غزې تړانګې د د ټولې آبادۍ دڅه دپاسه ۸۵فیصدي آبادۍد کډوالیدا سبب شوي چې ښئ تر وروستیو پوررې یو اعشاره نهه میلیون کسان کډه په سر شوي دي .