IQNA

نساءسوره؛په قرآن کې د میرمنو د اهمیت او د هغوي د مسئلو نښې نښانې

8:17 - January 23, 2024
د خبر لمبر: 3488609
ایکنا- د نساء سوره د الهی تقوی په سپارښتنې سره پیل شوې او دې ته په پام سره چې دمیرمنو د احکامو په باب ډير بحثونه پکې راغلی دي ،په همدې نامې سره نومول شوې ده چې په قرآن کریم کې د میرمنو او د هغوي د مسئلو د اهمیّت او ځايئګي ښودنه کوي.

نساء سوره په مدینې کې نازله شوې او 176آیتونه لري. دغه سوره دقرآن کریم څلورمه سوره او له څلورمې تر شپږمې سپاررې کې واقع ده.خو له تاریخي نظره  دوه نویمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم(ص)نازله شوې ده .

د نساء سورې نامه  د میرمنو په معنا ده . دغه سوره په الهي تقوا باندې په سپارښتنې سره پیل  شوې ده او دې ته په پام سره چې  د میرمنو د احکامو په باب ډير بحثونه پکې شوي دي چې ځينو ته ئې ستاسو پام راغواړو.

  • ایمان او عدالت ته دعوت او له سرزورو دښمنانو سره د دوستۍ درابطې غوڅولو ته بلنه
  • د ناسالمو  ټولنو له برخلیک سره د بلدتیا لپاره  د پشتیان تاریخ یوه برخه
  • د یتیمانو په څير له اړمنو څخه ملاتړ.
  • د یوې عادلانه اوطبیعی رودې په اساس د ارث او میراث قانون.
  • دعمومی اموالو د ساتنې لپاره کلی قوانین.
  • د اسلامی ټولنې ددښمنانو معرفي او دهغوی په وړاندې دمسلمانانو بیدارول
  • اسلامی حکومت او د ددغه شان حکومت د رهبر د اطاعت ضرورت.
  • د هجرت او دهغه د ضروري موردونو اهمیّت.

ددغې سورې د تلاؤت به فضیلت کې ، د پیغمبر اکرم (ص) له قوله وئيل شوي دي، چې فرمائي ؛هرڅوک نساء سوره تلاؤت کړي،ګواکې  د هر هغه مسلمان په اندازه چې ددغې سورې  په اساس ارثورپه برخه کیږي، د خدای په لاره کې انفاق کړی وي، او همداراز  دهغه چا جایزه او انعام  چې یو غلام ئې آزاد کړی ،هغه ته ورکول کیږي.

روښانه ده په دغه روایت او دې ته په ورته ټولو روایتونو کې ،دآیتونو یوازې لوستل نه دي،بلکې لوستل یوه مقدمه ده ، د درک اوفهم  لپاره او هغه هم  پخپل وار  یوه سریزه ده په شخصي  او ټولنیز ژوند کې دهغو  د پلی کولو لپاره .

captcha