IQNA

د بنګله دیش په قرآني سیالیو کې د سید ابوالفضل اقدسي په زړه پورې تلاؤت اجرا(انځوریز راپور)

16:29 - January 23, 2024
د خبر لمبر: 3488611
ایکنا- د یران د اسلامی جمهوریت له خوا د بنګله دیش هیواد دقرآن په نړیوالو سیالیو کې دنماینده په توګه سید ابوالفضل اقدسي وړمه شپه خپله اجرا ترسره کړه.

ایکنانیوز راپور راکوي، د ټول قرآن کریم زلمي حافظ سید ابوالفضل اقدسي ، چې په وروستیو شپو ورځو کې د بنګله دیش د قرآنړیوالو سیالیو ته لیږدول شوی دی، د سلواغې دمیاشتې په دوهمه نیټه ئې په دغو سیالیو کې خپله اجرا ترسره کړه.

په دغو سیالیو کې  چې د روژې په مبارکې میاشتې کې د خپریدا لپاره دټيلیویژن د ریکارډ په توګه ،پلان شوي دي ، له ګډون کونکو  څخه مختلفې پوښتنې  کیږي، په هغو پوښتنو کې ،یوه پوښتنه ،اوه سطره او هم د یوه قاضي له خوا د یوه آیت د کلمو قرآئت  او د  ګډون کونکي له خوا د سورېئ  اعلان شامل دی. 

دغه سیالۍ په پرانیستې فضا کې ترسره کیږي او په هغو کې د ایران،بنګه دیش ،یمن ،سورئې، عمان ،مصر ، الجزایر، تانزانیا ،لیبیا او اردن   لسو هیوادونو څخه  حافظان ګډون کوي.

ددغوسیالیو د اطلاعاتو په اساس،ټول لس ګډون کونکي به جایزې ترلاسه کړي او د بنګله دیش نماینده  هم د بنګله دیش د قرآن له حافظانو سره له سیالیو وروسته دغې مرحلې ته  رسیدلی دی.

په دغو سیالیو کې د قاضیانو په ډلې کې مجموعا د قرآن ۱۲نړیوال استاذان شتون لري چې د حفظ، غږاو الهجې ، وقف او ابتدا او تجوید د حسن په برخو کې  دګډون کونکو ارزونې کوي.

سید ابوالفضل اقدسی به راتلونکې  اونۍ بیرته ایرانته راوګرځي.

 

انتهای پیام

 https://iqna.ir/fa/news/4195192/

captcha