IQNA

د بنګله دیش د نور القرآن سیالیو په مختلفو سټوډیو ګانو کې دوام(فیلم)

8:06 - January 24, 2024
د خبر لمبر: 3488616
ایکنا-دبنګله دیش د نورالقرآن نړیوالې سیالۍ چې  د ټيلیویژن په چوکاټ کې څو کلونه کیږي ، چې د روژې په مبارکې میاشتې کې په دغه هیواد کې برابر اوتولدیږي، ددغو سیالیو دریکارډ کولو لپاره پرانیستې فضا په نظر کې نیول شوې ده  چې  په دغو سیالیو کې دګډون کونکو لپاره په یوه  له نوره په ډک او مختلفو ډيکورونو سره ډیره د پام وړ او جذاب جوړه شوې ده.

ایکنانیوز  راپور راکوي، د روژې د مبارکې میاشتې دغه ځانګړې سیالۍ په پرانیستې فضا کې ترسره کیږي او په دغو سیالیو کې د ایران ،بنګله دیش ، سورئې، عمان ،مصر ،الجزایر ، تانزانیا ،لیبیا او اردن لسو هیوادونو څخه حافظان برخه اخلی.

 دهغو اطلاعاتو په اساس چې ددغو سیالیو په باب خپرې شوي دي، ټول لس ګډون کونکي به جایزې ترلاسه کړي او د بنګله دیش استازی هم  ددغه هیواد دحافظانو ترمینځ د سیالیو له پړاوه وروسته دغې مرحلې ته لاره موندلې ده .

په دغو سیالیو کې په ټول کې دولس نړیوال قاضیا ن هم شتون لري چې په هغو کې د  د بنګله دیش  دوه قاضیان احمد الازهری او شیخ الاشرف  هم شتون لري چې د ګډون کونکو دحفظ، غږ، د لهجې ،وقف اوابتدا او تجوید دحسن په برخو کې ارزونې او قضاؤت کوي.

د بنګله دیش د نورالقرآن نړیوالې سیالۍ چې د ټيلیويژن په چوکاټ کې له څو کلونو راهسې ترسره کیږي، چې په دغه هیواد کې په روژې مبارکې میاشتې کې برابر او تولیدیږي،او په یوې په زړه پورې او جذابې پراینستي فضا کې ترسره کیږي.

په دوام کې په بنګله دیش کې ددغو سیالیو د مختلفو سټوډیو ګانو څخه برابر شوي یو کلیب ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.  په دغو سیالیو کې د ایران نماینده سید ابوالفضل اقدسي دی چې ټاکل شوې ده ،د بنګله دیش له ټيلیویژن څخه د  ماښام له لمانځه وروسته د روژې په مبارکې میاشتې لومړۍ شپه ئې  اجرا خپره شي.

 په دغو سیالیو کې مختلفې پوښتنې مطرح کیږي ، په هغو کې یوه  اوه سطرایزه پوښتنه او هم د یوه قاضي  له خوا د یوه آیت د څو کلمو قرائت او دګډون کونکی له خوا ئې د سورې د نامې اعلان دی.

https://iqna.ir/fa/news/4195299

 

captcha