IQNA

د دوبی د هند بنت مکتوم د قرآنی سیالیو ۲۴ پړاؤ پاي ته ورسید

17:17 - January 25, 2024
د خبر لمبر: 3488624
ایکنا- د شیخه هند بنت مکتوم  د قران کریم د سیالیو د ۲۴پړاؤ په ترسره کیدا سره د دوبئ د قرآن کریم نړیوالې پاي ته ورسیدې.

ایکنانیوز د الخلیج لهقوله راپور راکړ،پایزې دستورې په دوبئ کې د زنان النهضة ټولنې په مرکز کې ترسره شوې . په دغو دستورو کې د ددغو قرآنی سیالیو بنسټګرې هند بنت مکتوم د قرآني فعالیتونو او دغه راز د خیریه فعالیتونو  په باب یو مستند فیلم هم نندارې ته وړاندې شو.

د جایزېد دستورو دکمیټې غړي او ویندوي احمد الزاهد  پخپلې  وینا کې ووئيل،  دغه سیالۍ چې د ۲۴ پړاؤ پایزو دستورو جشن ئې لمانځو ، د دوبئ په تیره بیا ددغه هیواد د هغو ښاریزو سړیو او میرمنو او په دغه هیواد د د اوسیدونکو  د قرآن کریم  دنړیوالې جایزې یوه ترټولو مهمه پيښه ده چې د قرآن کریم حافظان او قاریان دي . دغه سیالۍ کونکي په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره په درست  اماراتو کې د قرآن د حفظ دمرکزونو او د قرآني موسیسو  له خوا کاندید کیږي.

الزاهد ددغو سیالیو هدف د قرآن کریم د حافظانو هڅول او احترام ورکول او همداراز  د قرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره د دوي تیارول وبلل.

هغه همداراز له دغو سیالیو څخه د دوبئ د اماراتو واکمنانو د پراخ ملاتړ او د اماراتی ښاریزو او په دهغو نورو هیوادونو د ښاریزو چې په اماراتو کې ژوند کوي، سړیو او میرمنو حافظانو پر شتون ټينګار کوي،

د یادولو ده چې   په دغه پړاؤ کې  له درست متحده عربی اماراتو څخه ۴۰سړیو  حافظانو او ۵۱ ښځينه حافظانو ګډو درلود. دغه سیالۍ په شپږو برخو کې ترسره شوې چې  له ماشومانو رانیولې ،زلمیان، ځوانان او سړیو او میرمنو پکې ګډون وکړ.

د دغو سیالیو د قاضیانو د پلاوی  مشر شیخ ابراهیم المنصوري  پخپلې وینا کې ددغو سیالیو په ستایلو سره  دا په لوړه سویه وبللې  او دهغه په وینا دا چاره په  اماراتو کې د قرآڼ د مختلفو سیالیو د ترسره کیدا او د حفظ د مرکزونو دپراختیا  یوه نتجه ده.

په دوام کې په دستورو کې ګډون کونکو  د ځينو سیالۍ کونکو حافظانو تلاؤتونه هم واوریدل.

https://iqna.ir/fa/news/4195877  

captcha