ایکنانیوز د آوا له قوله راپور راکړ،د افغانستان یو نامتو قاری او حافظ او د افغانستان شیخ القراءبرکت الله سلیم په کابل کې پرون په حق ورسید.
د خداي بخښلی برکت الله سلیم سلیم کورنۍ ددغه خبر په اعلانولو سره ووئيل،چې هغه له څه مودې مخکې راهسې په سرطان ناروغۍ ککړ شوی ؤ او په روغتون کې بستری ؤ.
د برکت الله سلیم ورارۀ نعیم باچا شینواري،په دې باب ووئيل،قرآني استاد تیره اونۍ له پاکستانه بیرته افغانستان ته ستون شوی ؤ، او د بدني وضعیّت د خرابیدو په وجه په کابل کې په یوه روغتون کې بستري ، خو له بده مرغه پرون په حق ورسید.
د خدای بخښلي استاد برکت الله سلیم یو شاګردنقیب الرحمن دهغه په باب وائي ،هغه تر کلونو کلونو پورې د خپلو وطنوالو خدمت کاوۀ او په دې لارې کې ئې نه ستړیکیدونکي هڅې کړي دي .
د افغانستان د طالبانو حکومت او ډيرو دیني عالمانو هم د خداي بخښلي برکت الله سلیم ر حلت د افغانستان لپاره یوه لویه ضائعه بللې ده.
خدای بخښلی قاری او حافظ په ۱۹۹۷لمریز کال کې دا یران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو په پنځه دیرشم پړاؤ یو قاضي هم پاتې شوی دی.
یاد او خاطره ئې تل ژوندئ