ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د اعتکاف د مرکزي کمیټې دنړیوالو چارو مرستیال حجةالاسلام سید محمد باقر دخبریالانو په ټول کې ددې خبرې په کولوسره چې په نړۍ کې د اعتکاف د معنوي دتسورو انسجام او چینل پراخیږي، ووئيل، د نړۍ په هرې سیمې کې داعتکاف یو ځانګړی دفتر دپرانیستا په حال کې دی. او په سیمه ایز او نړیواله سویه ئې تود هرکلی کیږي.
هغه زیاته کړه ، د لویدیځي آسیا هیوادونو لپاره په لبنان کې د اعتکاف د کمیټې او راهبری شورا دفتر لس میاشتې مخکې پرانیستل شوی دی.
هغه په دوام کې ووئيل، د ختیځي افریقا د هیوادونو لپاره یو بل سیمه ایز دفترپه تانزانیا کې د اعتکاف د مرکزی کمیټې سیمه ایز دفتر پرانیستل شوی دی، هیله مند یوو د ورپسې سیمه ایز دفتر په جوړولو سره ، په دنیا کې د اعتکاف یو منسجم چینل رامینځةشي او د اعتکاف ددودولو لپاره یو منظم پروګرام جوړشي.
حجةالاسلام تکیه ای ووئيل، په دغې پيښې سره به ډير زر په درستې نړۍ کې داعتکاف په حوزې کې د څيړاندو ،هنرمندانو، لیکوالانو او شخصیّتونو ترمینځ ارتباطي چینل هم رامینځةشي.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې ددنیا په سلو هیوادونو کې د رجب دمبارکې میاشتې او د روژې دمبارکې میاشتې داعتکاف دستورې ترسره کیږي، ووئيل، د اعتکاف دوه کلنه نړیواله جشنواره هم په ایران او لبنان کې په ګډه تعقیبیږي چې د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ میاشت کې په لرستان کې ددغې جشنوارې د ادبی او هنري برخې پایزې دستورې ترسره شوې او دعملي برخې پایزې دستورې به هم د نړیوالو شخصیّتونو په شتون سره په بیروت کې ترسره شي.