IQNA

د حجاب یا ستر نړیواله ورځ دې پر ټولو مبارک وي

8:57 - February 03, 2024
د خبر لمبر: 3488663
په لویدیځ کې سترمنې میرمنې؛د توپیر او وارمخکې قضاؤت له چیلنجه رانیولې د پیوستون او زغم تر پیاوړتیا پورې

ناظمه خان وائي،د حجاب او ستر د نړیوالې ورځې  له لمانځلو زما اصلی موخه  په درستې نړۍ کې د ستر او سکارف په باب دپوهونې یوه برخه ده  څو زما  خوئيندې میئندې  له تعصب ،توپیر او مخکې قضاوت سره  له مخامخیدا پرته  حجاب او ستر امتحان کړئ شي.

ایکنا نیوز راپور راکوي، ناظمه خان په یولس کلنۍ کې له بنګله دیشه  له خپلې کورنۍ سره یو خاي د ژوند تیرولو لپاره نیویارک ته مهاجرت وکړ.هغه د یوې سترمنې جینۍ په عنوان سره  د هم کلاسي  انجونو له خوا  د ملنډو او ددوستانو له توپیري چلندونو کلونو کلونو زغملو وروسته په پیغلتوب کې فیصله وکړه ، دامریکا او نورو هیوادونو خلک د حجاب او دهغهې له فلسفې سره بلد کړي . په همدې خاطر  هغې په ۲۰۱۳کال کې  د فرورۍ په لومړۍ نیټه (دسلواغې په دولسمه ) د حجاب یا ستر نړیواله ورځ ونوموله.  او له غیر مسلمانو میرمنو څخه ئې وغوښتل   په دغې ورځې سکارف او ټيکری  په سر کړي څو له  نزدې ستر او حجاب وپيژندي.د هغې دغه اقدام  نه یوازې  د مسلمانو میرمنو له خوا بلکې د زرګونو غیر مسلمانو میرمنو له خوا  هم له تاوده هرکلی سره مخ شو او هرکال  ددغې ورځې په مناسبت  په لسګونو هیوادونو کې  په دې اړه  خصوصي پروګرامونه ترسره کیږي. ددغه اقدام هدف ،  د حجاب اوستر به باب د لازیاتې پوهونې پراختیا، ددینی سبمبولونو دودول او له توپیر سره مبارزه ده.

د ۲۰۲۴کال د فرورۍ  لومړۍ نیټه ددغې ورځې د نومولو  دولسمه کلیزه  ده چې په درستې نړۍ کې په مختلفو پروګرامونو ترسره کولو سره لمانځل کیږي. ددغې ورخې دسږکال شعار ؛په قدرت سره حجاب (VeiledinStrength) دی  او ددغې ورځې په مناسبت  په څه دپاسه ۱۵۰هیوادونو کې  پراخ پروګرامونه او کمپاینونه  ترتیب شوي دي.

نظمه خان ایکنانیوز سره په خبرو کې ددغې ورځې د نومولو د علت په باب ووئيل، د ستمبر د یولسمې له ترهه ګرو پیښو وروسته د امریکا او لویدیځي نړۍ ډیری خلکو  اسلام  له ترهه ګرۍ سره په برابر باله ،پر دې اساس ځينو دئ  اسامه بن لادن او ترهه ګره بلله.

ددغې ورځې د نومولو د علت په باب  هغې ووئيل،د حجاب یا ستر د نړیوالې ورځې له لمانځلو زما اصلي موخه  پّ درستې نړۍ کې د حجاب او ستر په باب پوهونه او زده کړه  ده څو زما خوئيندې او میئندې  له تعصب ،توپیر او وارمخکې قضاؤت پرته  حجاب او ستر امتحان کړي.

له اسلامه د ویرونې د پروسې اصلي ریښه ؛ ناپوهي او ناخبریدا  ده.   

هغې په متحده ایالاتو او لویدیځي هیوادونو کې له اسلامه د ویرونې د پروسې در یښو په باب هم ووئيل، باؤري یم  له اسلامه  د ویرونې  دپروسې اصلی علت  ناپوهي  او د اسلام په باب د سم درک نشتوالی دی ،زه لازیاته ،رسانۍ او دقدرت خاوندان  د اسلام په باب د ناسمو اطلاعاتو د خپرونې په خاطر  ګرَم ګڼم.

د وئيلو ده  په ۲۰۲۳کال کې نظمه خان ،  د مسلمانانو په ملاتړ کې د خپلو اجتماعي فعالیتونو په دلیل په امریکا براعظم کې له ترټولو برلاسه ۵۰اغیزشیندونکو مسلمانانوکې یوه  غوره او برلاسه  میرمن معرفی شوه . هغه اوس د  WWW.worldhijabday.com ویب سایټ  مدیره ده  او په سوشل میډیا کې ډیر فعالیتونه کوي او ډير زیات فالوورز لري.

https://iqna.ir/fa/news/4196810

بچوې: حجاب ، ستر مقام
captcha