ایکنانیوز د القاهره ۲۴خبری سایټ له قوله راپورراکړ، د مصر د ؛پورت سعید؛ قرآن نړیوالو سیالیو په اوم پړاؤ کې ګډون کونکو قاضیانو او سیالۍ کونکو د پورت سعید ښار په الشاطي جومات کې له لمانځه وروسته د دغه ښآر د جولائي ۲۳ سړک کې تر؛ الشهدا ؛ چوک پورې دغزې د مظلومو خلکو په ملاتړ کې لاریون وکړ ا ددغې سیمې له مظلومو خلکو سره ئې خپل پیوستون اعلان کړ.
ددغو سیالیو اجرائي مدیر او څارونکي عادل مصیلحي په دې باب ووئيل، ددغه لاریون هدف ، نړیوالو ته دا پیغام رسول دي چې باید وژلې او ویجاړیدا دې ودرول شي او د غزې تړانګې پشمول په درستې نړۍ کې سوله خوره وره شي.
په دغه لاریون کې حاضر سیالۍ کونکو همداراز مصر ، دمختلفو دینونو ټاټوبی او د تمدنونوځانګو وبلله او ټينګار ئې وکړو، چې دوي له مختلفو هیوادونو څخه د قرآن د بیرغ او د رسول لله بزرګوار(ص) د نامې د لوړتیا په موخې سره په دغو سیالیو کې حاضر شوي دي
د مصر د دینی مداحیو اوقرآن نړیوالو سیالیو د اوم پړاؤ پرانیستونکي دستورې ، د تیرې جمعې په ورځې د مصر دلومړي وزیر مصطفی مدبولي او د پورت سعید د واليد لوړې کمیټې د مشر عادل الغضیان په ملاتړ تیرسره کیږي او دالازهر استاد احمد عمر هاشم او د مصر داوقافو وزیر محمد مختار جمعه او د مصر د ولسمشر سلاکار اسامه الازهري ، د قاضیانو د کمیټې غړي او سیالۍ کونکو په دغو دستورو کې شتون درلود.