IQNA

په تایلینډ کې د ایران د قرآني آثارو لومړنی نندارتون جوړیږي

8:45 - February 05, 2024
د خبر لمبر: 3488676
ایکنا-  په تایلینډ  هیواد کې د بنکاک  کې د ایران دا سلامي جمهوریت د کلتوري خونې په ملګرتیا او د ایران د کلتور او اسلامی ارشاد وزارت د یوه پلاوي په شتون سره د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآني هنري کلتوري محصولاتو او آثارو  لومړنی نندارتون ترسره کیږي.

ایکنانیوز د ایران د کلتور او اسلامی ارشاد د  ادارې د عمومی اړیکو د دفتر له قوله راپ،ر راکړ، د نړۍ په هنر او اقتصاد کې د قرآنی لاسی صنائعواو هنري آثارو د شتون آسانتیا، ددغه نړیوال نندارتون یو ماموریت دی .

په دې لړ کې به په دغه نندارتون کې په قرآني هویّت سره له څه دپاسه شلو لاسی صنائعو عنوان سره یو ځاي  دایرانیو هنرمندانو د قرآنی هنري تابلوګاننې  هم نندارې ته وړاندې شي.

 دقرآن کریم د معارفو په محتوا او د اهل بیت علیهم السلام  دتعلمیاتو په محتوا سره  د مکتوبو آثارو  معرفي اووړاندې کول   په دغه نندارتون کې نور  اقدامات دي  او په دغې پيښې کې  د هلکانو اوزلمیانو  او زیات عمر لرونکو  د دوو ډلو لپاره  اوپه انګریزي ژبه هم څه دپاسه  ۱۳۰آثار وړاندې شي.

پر دې سربیره ،د قرآني  اپلیکیشن  او سسټم پشمول په څو ژبو مشتمل ډیجیټلي محصولات  هم  په دغه نندارتون کې وړاندې کیږي .

د وئیلو ده چې دغه نندارتون په تایلیند کې د ایران د اسصلامی جمهوریت د کلتوري خونې په ملګرتیا او د ایران د کلتور او اسلامی ارشاد د وزارت د قرآن او عترت د  مرستیال علی رضا معاف  او ورسره د پلاوي په شتون سره د د فرورۍ له پنځمې تر یولسمې نیټې پورې د بنکاک  په المیراث هوټل کې  ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4197873

captcha