IQNA

په پاکستان کې د انتخاباتي کمپاین په اوج کې پرکاندیدانو حملې هم زیاتې شوي

15:43 - February 06, 2024
د خبر لمبر: 3488684
ایکنا- ټاکل شوې ده د پاکستان د ولسی جرګې او صوبائي جرګو عمومي انتخابات د فرورۍ په اتمه نیټه ترسره شي.   

 

زمونږخبریال  له اسلام اباده راپور راکړ،  په داسې حال کې چې د  پاکستان  د و لسي او صوبائي جرګو  لپاره د  عمومی انتخاباتو په ترسره کیدا کې یوازې دوه ورځې پاتې دي،د ځینو سیاسی ګوندونو د کاندیدانو په ضد حملې هم په زیاتیدا دي او داسې خبرونه هم رارسیږي، چې په خیبر پختونخواه او بلوچستان   اوسند صوبو کې د ځينو کاندیدانو په ضد مرګونې  حملې شوي دي.

 په همداوروستیو کې د خیبر پختونخواه صوبې په ملاکنډ سیمې کې د تحریک انصاف  ګوند یو کاندید په ټکه وژل شوی او دغه راز  یو شمیر نورو پيښو کې یو شمیر نورو کسانو ته هم مرګ ژوبلې اوښتي دي .

په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي  چې د سند صوبې په میرپور خاص ښار کې د پيپلز ګوند  دکاندید سید ذوالفقار شاه  په یوې انتخاباتي   غونډې په وخت ناپيژاندو وسلوالو کسانو پرې برید کړی چې وئیل کیږي،سخت ټپي شوی دی

په بلوچستان صوبې کې هم څو ورځې مخکې د کمپاین په وخت د تحریک انصاف ګوند په پلویانو په بم چاودنې کې  یوش میر کسان وژل شوي  او ځيني نور هم ټپیان شوي وو.

وروستي راپورونه ښئ  چې  د پاکستان  د راتلونکو پارلیماني انتخاباتو لپاره دکمپاین   نن  شپه تر دولسو بجو پورې  دوام لری او له شپې دولسو بجو وروسته به هیڅ ډول انتخاباتي کمپاین ونشي ، ځکه ددغه هیواد دقانون په اساس، درایو له اخستو باید ۴۸ ساعته مخکې هرډول انتخاباتي کمپاین پای ته ورسیږي.

ټاکل شوې ده د پاکستان د ولسی جرګې او صوبائي جرګو عمومي انتخابات د فرورۍ په اتمه نیټه ترسره شي.   

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i145834

captcha