
ایکنا د عربی ۲۱ له قوله راپورراکړ په انګلستان کې د فرورۍ په اولسمه نیټه له فلسطین سره دپيوستون دکمپين مدیر بن جمال د فرورۍ اولسمه نیته د دوهم پړاؤ لپاره د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړې ده.
بن ح مال په لندن کې داسرائيلی نیواکګرۍ په ضد په اعتراضیه مظاهرو کې وئيلي دي ، د فرورۍ اولسمه نیټه به د غزې تړانګې لپاره د نړیوال ایکشن د ورخې دوهم پړاؤ وي.
هغه زیاته کړې ده ،د انګلستان په څه دپه سه سلو ښارونو او د نړۍ په کابو شپیتو هیوادونو کې به په ټاکل شوي ورځې له فلسطین سره دپيوستون داعلانولو او د اور بند دغوښټې لپاره ستر لاریونونه وشي.
دا په داسې حال کې دي چې د تیر اکتوبر له اومې نیټې راهسې په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژيم د دوامدارو تیریو باندې په اعتراض کې د نړۍ په ډيرو پلازمینو کې دفلسطیند خلکو په ملاتړ کې مظاهرې او اعتراضونه دوام لري.
د یادولو ده چې د غزې لپاره د ایکشن یا اقدام لومړنۍ ورځ د جنورۍ په ۱۳ترسره شوي ده ، چې د انګلستان په څه دپاسه یو سل شلو ښارونو کې او د نړۍ په کابو ۴۵هیوادونو کې د پراخو ولسی مظاهرو د ګډون شاهدان وو.
د فلسطین ملاتړي نړیوال غورخڼګ هغه مهال هم په غزې تړانګې کې د اور او د وحشي صهونیسټي رژيم په وسیله ددغې سیمې د کلابندۍ د ختمولو غوښته شوې وه.
د پرله پسې یو سل څلورویشتمې ورځې لپاره د اسرائيلو نیواکګر رژيم د هغې نسل وژنې دیوې برخې په توګه چې په غزې تړانکې کې ئې د مظلومو او بې څوکه خلکو په ضد روانه کړې ده ،هستوګنېسیمې ، طبي ټيمونه او بیخ بینائي تاسیسات او روغتونونه ،رسندوئي مرکزونه او ښونځي په نښه کوي.
د غزې مظلوم خلک د دوامدارو تیریو او بې آمانه او وژونکو بمباریو په سیوري کې له یوې بې مخینې انساني غمیزې سره لاس او ګریوان دي او دغزې تړانګې په داخل کې څه دپاسه یو اعشاره نهه میلیون خلک کډّه په سر شوي دي او له ډيرو امکاناتو پرته په کمپونو کې شپې سبا کوي.
د وروستیو راپونو په اساس ، د وروستیو ساعنو کې پورې د وحشي صهیونیسټي رژيم په بمباریو او تیریو کې د شهیداانو شمیرکابو اته ویشت زره تنو ته او دټپیانو شمیر هم کابو اوه شپیتو زرو ته رسیږي ، چې کابو اویا فیصدي قربانیان ئې ماشومان اوښځې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4198200