IQNA

د نپال د قرآن د حفظ په سیالیو کې ۳۵۰ ګډون کونکو سره سیالۍ وکړې

13:18 - February 15, 2024
د خبر لمبر: 3488721
ایکنا- د نپال په پلازمینې کټمنډو کې د میرمنو اوسړیو په دوو برخو کې  ۳۵۰کسانو د قرآڼ کریم په حفظ   کې سره سیالۍ وکړې.

ایکنانیوز د سعودي عرب د  الریاض  ویب پاڼې له قوله راپور راکړ، دغه سیالۍ د عربستاند  اسلامی چارو،تبلیغ او ارشاد د وزارت  په همت سره  او د نپال د اسلامی کمیشن  په ملګرتیا سره ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې  چې د  فرورۍ له لسمې تر یولمسې نیټې پورې ترسره شوې،  د قرآن کریم له حفظ سره په اړونده څلورو څانګو کې  د میرمنو او سړیو په دوو برخو کې  پخپلو کې  ۳۵۰ ګډون کونکو  سره سیالۍ وړې  چې  په پاي کې  په څلورو واړو  څانګو کې  له سیالۍ کونکو  ۱۸ کسان غوره شول  او په یولړ دستورو کې وستایل شول.

 په نپال کې د عربستان سفیر سعد بن ناصر ابوحیمد،د نپال د اسلامی کمیشن مشر شمیم میا انصاري، د عربستان د اسلامی چارو ،تبلیغ او ارشاد وزارت غږملونکي شیخ بدر العنزي او  د نپال یو شمیر اسلامی شخصیّتونو او چارواکو د سیالیو په  پایزو دستورو کې شتون درلود.

په دغو دستورو کې د عربستان سفیر  په خپلې وینا کې  د قرآن د تلاؤت ،حفظ، او تفسیر  او همداراز  د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې په بیلابیلو ژبو  دقرآن کریم  د ترجمې ، چاپ او ویشلو په زمینې کې  دملی اونړیوالو  سیالیو د ترسره کیدا له لارې د قرآن او اسلام د اهتمام په زیمنې :ې دخپل حکومت دهلو ځلو  قدرونه اومننه وکړه.

د یادولو ده چې  دنپال مسلمانان، ددغه هیواد تقریبا نیمه آبادي جوړوي او ددغه هیواد دچارواکو په وینا،  په نپال کې  په نورو دینونو کې  ئې ترټولو زیاته وده کړې ده او ډير زر به په دغه غرني  هیواد کې د  پيروکارو د شمیر له نره په دوهم  دین بدل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4199602

 

captcha