ایکنانیوز راپور راکوي،د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ د میرمنو د برخې د سیالیو په لومړنۍ ورځې له اتو هیوادونو څخه د میرمنو د ولولناکې سیالۍ شاهده وه.
د ایران دقرآن کریم د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ دم یرمنو د برخې د لومړنۍ ورځې سیالۍ پرون د سلواغې د میاشتې په اته ویشتمه نیټه له ماسپښین مخکې د تهران د اسلامی هیوادونو د سرمشریزې په هال کې ترسره شوې.
د تلاؤت په دغو سیالیو کې د ټاکل شوي لیسټ او وخت په اساس، دقران کریم د نړیوالو سیالیو په لومړنۍ ورځ د عراق، تایلینډ،ترکیې ،سورئې ، بنګله دیش ،موریتانیا،جرمني او دایران اسلامی جمهوریت اتو هیوادونو څخه ښځينه نمایندګانو په دوو مرحلو کې یعني د زده کونکو او د زیات عمر لرونکو په دوو مرحلو کې له یوې بلې سره سیالۍ وکړې. دغه سیالۍ هماغه راز دوام لري.
https://iqna.ir/fa/news/4200220