ایکنا نیوز د عربی۲۱ چینل له قوله راپور راکړ،په یوې بې مخینې اقدام کې په یکشنبې ورځې پخپلې اونیز دعا کې د صهیونیسټ رژيم د نامې له اخستلو د نړۍ د کاتولیکانو د رهبر پاپ فرانسیس ډډه کولو د سیاسی کارپيژاندو توجه ځان ته جلب کړې ده.
پاپ فرانسیس د خپلې یکشنبې ورځې د اونیزې دعا په دستورو کې د اسرائيلو دنیواکګر رژيم دنامې له ذکر کولو ډډه کړې ، په داسې حال کې چې په دغو دعایه دستورو کې ئې د فلسطین نامه اخستې ده .
په پ پخپلو دعاګانو کې په سوډان او موزامبیک کې د سولې لپاره دعا وکړه اووې غوښتل چې په افریقا ،اروپا ،فلسطین او اوکراین اودنړۍ په ګوټ ګوټ کې (اسرائيلو ته له اشارې پرته ) نښتې او شخړې هیرې نشي . هغه ووئيل، هیره نه کړو چې جنګ همیشه یوه ناکامي ده.
باید ووئيل شی چې پاپ فرانسیس د یکشنبې ورځې په دعاګانو او ځینو نورو مهمو پیښو کې دغه نیواکګر رژيم یادوه، خو دې ئې ورته هیڅ توجه ونه کړه چې د څارونکو په وینا یوه مهمه پيښه ده.
د پاپ په وسیله د ؛ اسرائيلو ؛ د نامې نه اخستل له هغه ډيپلوماټيک تاؤتریخوالي سره په یووخت دي چې څو ورځې مخکې د صهیونیسټ رژيم او واټیکان ترمینځ په اړیکو کې رامینځةشوي دي ، داسې رژيم چې په دوامدارډول د پنځمې میاشتې لپاره ئې د غزې تړانګې په ضد خپلو وحشي ډوله او جنایتکارو تیریو ته دوام ورکړی دی.
د فرورۍ په دیارلسمه نیټه هم د واټیکان خارجه وزیر پادري پيټرو پارولین وئيلي چې د اسرائيلو په حملو کې ډير زیات خلک وژل شوي دي ،ووئيل، عمومی افکار له تل ابیب څخه غواړي، د غزې په ضد دې خپلې حملې ودروي . پارولین زیاته کړې ده ، په عین حال کې دا غوښته کیږي، چې له ځانه ددفاع لپاره د اسرائيلو حق متناسب وی ،او واضحه ده چې د دیرشو زرو کسانو وژله هم کوم مناسب ځواب نه دی .