IQNA

د روژې دمبارکې میاشتې د رارسیدا په باب د آيت الله سیستاني د دفتر اعلامیه

8:33 - March 03, 2024
د خبر لمبر: 3488814
ایکنا- د عراق د ستر دینی مرجع آیت الله سید علی سیستاني دفتر  د رمضان المبارک د میاشتې دپيلیدا په باب یوه اعلامیه خپره کړه.

ایکنانیوز د میډل ایسټ نیوز له قوله راپور راکړ، د ستر دینی مرجع آیت الله العظمی سید علی سیستاني دفتر، په یوې اعلامې کې  اټکل کړی دی چې د مارچ دولسمه نیټه(د کب دمیاشتې ۲۲) د روژې د مبارې میاشتې  لومړۍ  ورځ شي.

په نجف اشرف کې د شیعیانو ددینی مرجعیّت دفتر د رمضا المبارک دمیاشتې د شرعي وختونون کلینډر یاتقویم هم خپور کړچ ې  د مارج له دولسمې نیټې پیلیږي.

په دغه تقویم کې د امساک وخت یعنی د روژې د پیلیدا وخت او د سهار مونخ، د لمر د راختو ، د ماسپښین ، ماښام او  د اذانونو  او دغه راز د نیمه شپې شرعي وختونه په دقیق شکل پکې ذکر شوي دی.

ددغه تقویم په ملاحظاتو کې په ټاکلي وخت کې د امساک  او د خوړو په وختونو کې  د احتیاط  دغوره کولو لپاره د روژتیانو څخه په غوښتنې سره ، روښانه شوې ده چې د روژې د میاشتې لیدل به د شعبان په۲۹ نیټه  چې دمارچ ۱۱ نیټه کیږي، د مازدیګر شپږ بجې او اته منټو  په وخت سره په دقیق ډول په نجف اشرف کې دلیدو وړ وي.

  ددغه تقویم په ملاحظاتو کې راغلی دي، د سهار مونځ وخت ، د مشهورو  راي په اساس په دغه پروګرام کې معلوم شوی دی او  یو شمیر کارپيژاندي په دې اند دي چې  دغه وخت په ټول کال کې ۱۵ ځنډ لري ، پر دې اساس  هغه کسان  چې  چې  د مشهور راي په لیدتوګې باؤر نه لري، باید  په دومره اندازه د لمانځه په ځنډولو کې احتیاط وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4202926/

 

captcha