IQNA

15:43 - March 04, 2024
د خبر لمبر: 3488822

 د پاکستان اسلامی آئيدیالوجئ شورا(اسلامی نظریاتی کونسل)څه فعالیتونه ترسره کوي؟

ایکنا- په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت کلتوري سلایار مجید مشکي د پاکستان د اسلامی آئيډیالوجئ شورا یا د اسلامی نظریاتي کونسل په دفتر کې په شتون سره ددغې شورا له مشر قبله آیاز سره کتنه وکړه او له نزدې ئې ددغې شورا  له فعالیتونو خبر شو.  

 د پاکستان اسلامی آئيدیالوجئ شورا(اسلامی نظریاتی کونسل)څه فعالیتونه ترسره کوي؟

ایکنانیوز له پاکستانه راپور راکړ،د پاکستان د اسلامی نظریاتي کونسل مشر قبله آیاز د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری سلایار مجید مشکي سره په دغې کتنې کې ددغې اسلامی نظریاتی کونسل د فعالیتونو په باب توضیحات وړاندې کړل او وې وئيل، ددغې شل غړي دي او یو مشر.ددغې شورا غړي،د اسلامی مذهبونو عالمان او نمایندګان دي او د هر اسلامی مذهب دوه عالمان  د درې کلنې مودې لپاره ددغې شورا غړي ټاکل کیږي.او د پاکستان لومړی وزیر دغه شورا ټاکي، البه د درو کلونو لپاره خپلواکه فعالیتونه کوي او په دې مودې کې ئې د لیریکیدا امکان  نه وي. نو ځکه  په حکومت او پارلیمان کې هر تصویب شوی قانون  چې له اسلامی شریعت سره سمون نخوري ، رد کیدلی شي ،  توله فیصلې په یوه خوله او اتفاق ترسره کیږي.

پروفیسر قبله ایاد  چې له دې مخکې د پيښور پوهنتون د اسلامیات څانګې مشر هم پاتې شوی دی،د  ایران  له کلتوری سلایار څخه  د هغو ایرانیو اورګانونو  په باب چې  په پاکستان کې د اسلامی نظریاتي کونسل  په څير فعالیتونه کوي ځیني پوښتنې هم مطرح کړې.

 د پاکستان د  اسلامی نظریاتي کونسل مشر  دایران د پوهنتوني نظام  او د اسلامی وحدت او یووالی لپاره د فعالیتونو هم ډيره قدرونه وکړه او وې وئيل،  دپاکستان ډیری ځوانان دایران په پوهنتونو کې په اسلامی زده کړو بوخت دی او ایران دا ویاړ لری و چې داسلامی مذهبونو او نورو دینونو  لپاره پوهنتون لري.

هغه په هند براعظمګي کې د فارسي ژبې  تاریخي مخینې ته په اشارې سره  ووئیل، د اتیایمې لسیزې پورې  فارسي ژبه  دپاکستان  ددرسي متنونو یوه برخه وه ، او ګلستان و بوستان مو د درس په  عنوان سره لوستلو.د شیعه او سني مکتبونو پشمول زیاتره دیني آثار  هم په فارسي ژبه دي  د پاکستان ملی ترانه هم په بشپړ ډول په فارسي ژبه ده .  د اردو ژبې  شپیته فیصده ټکي او کلمې  له فراسي اخستل شوي دي . زیاتره پاکستانیان  فارسي ژبې باندې پوهیږي، البته په وئیلو کې ئې تر یوه حده مشکلات لري.

  ددغې کتنې په دوام ې د ایران کلتوري سلایار  هم د کلتوری خبرواترو ناستې ته په اشارې سره ووئيل، راتلونکي کال  به په ایران کې د کلتوري خبرواترو دوهم پړاؤ ترسره شي او د اسلامی هیوادونو متفکران  او پوهان ددغو  خبرواترو لپاره ایران ته بلل شوي دی  او هیله مند یوو چې د یوشمیر پاکستانیو پوهانو  او متفکرانو هم کوربه شو.

د پاکستان اسلامی نظریاتي کونسل یا شورا څه فعالیتوه کوي.؟

د پاکستان   اسلامی نظریاتي کونسل یا شورا  د قرآن او سنت په سیوري کې په دغه هیواد کې د واکمنو قوانینو باندې  بیا کتنې او نظارت لپاره  د پاکستان د اساسی قانون دیوې برخې په توګه  اعلان شوې ده. د یوه مشورتي اورګان په توګه ،  ددوي اصلي دنده دا ده چې  دغه شان اقدامات  په پارلیمان او صوبائي جرګو ته سفارش کړي څو د پاکستان مسلمانان د اسلامی تعلیماتو په اساس ژوند وکړي .ښاغلی قبله ایاز ددغې شورا اوسنی مشر دی .

دغه شورا  حکومت او پارلیمان ته له اسلامی قوانینو سره اړونده  وړاندیزونه او سپارښتنې کوي  او دغه راز د حلالو خوړو د ګواهی نامې د صادرولو ،د درسي پروګرامونو دپلانونې رودو  او د هغو دفکری او آئيديالوجیک  بنیاد د ښودلو ،د اسلامی سیاست د رودو ،  او پیغمبر اکرم(ص) د سیرت په سیوري کې د اوسمهال  ارزښتونو په څير د اسلامی څیړاندو، د نظر خاوندانو  په شتون سره ټیبل ټاک  او سمینارونو ترسره کول  په غاړه لري.

همداراز ددغې په دندو کې له اسلام سره په تضاد کې د قوانینو او داسلامی فقې او قوانینو په زمینې کې  دڅيړنو او تحقیقاتو کلنۍ راپور ،  او همداراز د مختلفو څیړنو  او مقالاتو  او  د ورخې  دمسئلو په اساس  په  مختلفو  موضوعګانو څيړنې او د ضرورت په وخت ئې  مقالو لیکل  او دغه راز  د  اقتصاد اسلامی کولو ، ټولنیزو اصلاحاتو  په باب سپارښتنې او راپورونو برابورل  او د  قوانیو او په رسیندویو کې  اصلاحات ، تعلیم نظام سره اړونده وړاندیزونه او سپارښتنې او راپورونو ملی پارلیمان او حکومت ته وړانې کول  شامل دي .

https://iqna.ir/fa/news/4203223   

captcha