ایکنانیوز له خوزستانه راپور راکوي، اباصلت وائي، د شعبان دمیاشتې په وروستۍ جمعې ورځې د حضرت امام رضا علیه السلام خدمت ته ورغلم،هغه بزرګوار وفرمائيل؛ ائ اباصلت! د شعبان زیاتره میاشت تیره شوه او نن د شعبان دمیاشتې وروستۍ جمعې ورځ ده.نو په باقي پاتې شپو ورځو کې د تیرو شپو ورځو لټئ او نیمګړتیاوې جبران که ، او باید هغه کارونه وکړه چې د تالپاره مهم دی.
1 ، ډيره دعا وکړه.
2 د قرآن کریم زیات تلاؤت وکړه.
3 د خداوندمتعال په درګاه کې له خپلو ګناهانو توبه وکړه،څو د خدای میاشت ته خالصانه وارد شې.
4 زیات استغفار وکړه.
5 هر هغه امانت چې ستا په ګردن پاتې دی ، ادا کړه .
6 هغه ټوله کینې چې دمومنانو په باب ئې پخپل زړه کې لرې ،له زړه ئې وباسه.
7 هره هغه ګناه چې پرې ککړ ئې ، ورڅخه لاس په سر شه او دخدای تقوا ته مخه کړه او په ښکاره او په
پټه په خداي توّکل وکړه .
8 او ددغې مبارکې میاشتې په وروستیو شپو ورځو کې ډیر ووایه ؛ اللَّهُمَّ إِنْ لَمْ تَکُنْ غَفَرْتَ لَنَا فِیمَا مَضَی مِنْ شَعْبَانَ فَاغْفِرْ لَنَا فِیمَا بَقِیَ مِنْهُ»؛ خداوندا! که د شعبان میاشتې په تیرو شپو ورځو کې دې ونه بخښلم ، نو په باقي پاتې شپو ورځو کې مو وبخښه.
(عیون اخبار الرضا(ع)، دوهم جلد او صفحه ۵۱ )