ایکنانیوز د ینی شفق له قوله راپور راکړ، د ترکیې د قرآن د حفظ د یوې مدرسې هغه ویډیو په ټولنیزو چینلونو کې د کارؤنکو د تاوده هرکلی سره مخ شوې ده چې په هغې کې زده کونکي د آيتونو د انځورګرۍ له لارې ،په یوې نوښتي رودې سره د قرآن کریم په حفظ بوخت دي.
په دغې رودې کې د قرآڼ کریم دمعنو ځیني برخې پر کاغذ د نقاشۍ د هنر په واسطې سره انځوریږي او بیا د کاغذ ټوټه کیږي.
د کاغذ د هرې ټوټې په پرانیستو سره ،د زده کونکي په وړاندې د آیت د انځور یوه برخه وړاندې کیږي او د حفظ بهیر او د آيتونو تثبیتیدا دزده کونکو لپاره آسانیږي.
دغه روده په حقیقت کې د قرآن په حفظ سره دهنر تلفیق کول دي چې د قرآن کریم د حفظ د آسانولو ترڅنګ ،له آیتونو سره اړونده بنیادي کلمې په ذهن کې نقش کیږي او د ټکو او کلمو د یادولو بهیر آسان او چټک کیږي.
ایکنا نیوز په دوام کې د قرآن کریم د حفظ له دغې رودې سره اړونده ویډیو ستاسو خدمت ته وړاندې کوي، چې د ترکیې زده کونکي ئې د تکویر سورې لپاره اجرا کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4204337