د آئمه اطهار علیهم السلام د فقي مرکز څيړاند،حجةالاسلامعباس شفیعي نژاد ایکنانیوز سره په خبرو کې د روژې د مبارکې میاشتې د ځانګړنو او اهمیّت او دغې مبارکې میاشتې ته د واریدیدا لپاره د لازمو چمتووالو په باب خبرې کړي ، جې ځيني ئې له تاسو سره هم شریکوو.
دغه دیني څيړاند پخپلو خبرو کې ووئيل، استغفار ځيني شرطونه لريو او باید وونیو ،هغه مومنان چې د خداوندمتعال ددغه مغفرت منتظر دي ،په تیره بیا د روژې مبارکې میاشتې په څير په میاشتو کې چې خداي تعالی مغفرت پکې څو چنده زیاتیږي،باید څه اقدامات ترسره کړو. دغې مبارکې میاشتې ته د واردیدا یوه سریزه او ورڅخه استفاده دا ده چې انسان د الهی رحمت د ترلاسه کولو شرائطو ولرل شي. دغه موردونه په قرآڼ کې د مومنون سورې کې راغلی دي چې په هغو کې یو دا چې خدای تعالی فرمائيلي دي ، د الهی رحمت د ترلاسه کولو لپاره باید له بې هوده او چټي کارونو انسان لیرې ووسي او د اړمنو کسانو مرسته وکړي.
حجةالاسلام شفیعي نژاد هغو موردونو ته په اشارې سره چې د انسان لپاره د الهي رحمت ترلاسه کول آسانوي، بیان کړل او وې وئيل، ټينګار شوی دی چې په قرآن کریم کې تدّبر او ورته غوږ اچول ، د الهي رحمت د ترلاسه کولو زمینې برابوري. له بل پلوه په دغې میاشتې کې یوازې د لمانځه ادا کول ، دعا کول او د قرآن تلاؤت په څير شخصي کارونه نه دي چې د الهي رحمت د ترلاسه کولو زمینه برابروي،البته ځيني موردونه شته چې اجتماعي زمینه لری او د الهي رحمت سبب کیږي، نو ځکه د اعراف سورې په ۹۶ آيت کې هم راغلي دي چې فرمائي ؛ وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَىٰ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ وَلَٰكِنْ كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ؛ او که د ښار او د سیمو خلک ایمان راوړلی او پرهیزګار کیدلی ، نو مونږ پر هغوي له آسمان او مځکې څخه برکتونه نازولول او خو (لکه څنګه چې د مونږ آیتونه او پیغمبران ئې)دروغ وبلل ، نو مونږ هم دوي د خپل د بد کردار سزا ته ورسول.:دلته باید په ډاګه ووایو چې د یوې ټولنې ډله ایز چلند ، په الهي رحمت کې ارزښتمن رول لري او که مثلا په ټولنې کې یوه ګناه تکرار او دودیږي، مونږ له هغې سره د چلند او د الهي معارفو د دودلو پابند یوو.په تیره بیا په رمضان المبارک پاکې میاشتې کې الهی رحمت زیاتیږي او د ډله ایزې او شخصي تقوا پّ څير موردونه ، څو چنده اهمیّت پیدا کوي.
د فقې دغه څيړاند په دغې مبارکې میاشتې کې حق الناس ته د توجه د اهمیّت په باب یادونه وکړه، البته دحق الناس مسئله یوازې دغې میاشتې ته مخصوصه نه ده ،بلکې په ټولو میاشتو کې درستې ټولنې سره اړونده ده .
هغه په دوام کې ووئيل، په دې باب ډیرې سپارښتنې شوي دي چې رجب او شعبان میاشتې رمضان میاشتې ته واریدیدا زمینې دي او په دغو میاشتو کې عبادت او د صدقې ورکولو په څير موردونه ، د شعبانیه مناجاتو په څير د دعاګانو لوستل له روحي اوفکري پلوه مونږ د روژې دمبارکې میاشتې څخه و په تیره بیا د قدر په شپو کې له دعاګانو څخه د لازیاتې ګټې پورته کونې ته تیاروي.
https://iqna.ir/fa/news/4202480