IQNA

په پاکستان کې د غزې میرمنو مقاومت ډیره ستاینه اوقدرونه وشوه

14:22 - March 11, 2024
د خبر لمبر: 3488861
ایکنا- د ښځې له نړیوالې ورځې  سره په یووخت د پاکستان په ملتان کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري خونې اوکلتوري اتاشي په همت سره،د غزې دمیرمنو د مقاومت قدرونې اوستاینې  په عنوان سره یو سمینار ترسره شو.

ایکنا نیوز د اسلامی ارتباطاتو او کلتور دادارې دعمومی اړیکو د ادارې له قوله راپور راکړ،  په دغې ناستې کې چې په اسلام اباد کې دایران دکلتوري  سلایارۍ په مستقیم پشتیبانۍ سره ترسره  شوه ، د ایران په کلتوری خونې کې دیره ځاي نماینده میرمن زاهده بخاري ،د ملتان ښار د ښونې او روزنې دادارې مشرې میرمن زهرا بتول ، د لوئې څارنولۍ د  وکیلې  مسرت بتول  او د میرمنو د چار یوې کارپيژاندې میرمن  حمیره طارق پکې ویناوې وکړې.

ددغه سمینار په پيل کې میرمن بخاري د فلسطین د شجاع او  مبارزو میرمنو یاد او خاره وستایله او  له فلسطینیو میّندو سره ئې چې خپل بچیان ئې د اسرائيلو د ماشوم وژونکي رژيم په جنایتونو کې شهیدان شوي دي ، پیوستون اعلان کړ.

هغې په غزې تړانګې کې د  میرمنو وماشومانو د عامو وژنې په محکومولو سره  ووئيل، دنړۍ میرمنې  په عامه توګه دپاکستان  او ملتان میرمنې   په غزې کې د قتل عام او نسل وژنې څخه  د ټولنې  د پوهولو او د فلسطینیو میّندو  او میرمنو دغم او کړاؤ په باب  خبرولو اقدامات وکړي څو راتلونکي کال د میرمنې ورځ په فلسطین کې د آزادۍ ،بریالیتوب او آرامښت  په ځيري سره ولمانځو.

میرمن بخاری په دوام کې  په ملتان کې د ایران دکلتوری خونې دمسئول  شهید رحیمي  دناځوانمردانه ترور  موضوع ته  اشاره وکړه او د هغه لوړمقام شهید  د شهادت د یوه شاهد په توګه ئې د ؛ ملتان د رسول ؛  دخاطراتو   او د یوې صبرناکې او مقاومت کونکي میرمنې په توګه دهغه  د ماندنې د صبر او زغم ستاینه او قدرونه وکړه.

ددغو  دستورو په پآي کې  ګډون کونکو  د یوې اعلامیې پّ صادرولو سره ، سږکال د میرمنې نړیواله ورځ  د  بې دفاع میرمنو او ماشومانو د وژلې او وحشي جنایتکار رژيم د څاروي ډوله  جنایتونو  په محکومولو سره  دغه ورځ د غزې  له میرمنو د ملاتړ و رځ اعلان کړه.

https://iqna.ir/fa/news/4204408

 

captcha