IQNA

په مکې کې د ایران د نمایندګانو په شتون سره د ؛اسلامی مذهبونو ترمینځ د پل جوړیدا؛نومې سمینار ترسره کیږي

10:54 - March 18, 2024
د خبر لمبر: 3488898
ایکنا- د اسلامی نړۍ د ټولنې له خوا د؛اسلامی مذهبونو ترمنیځ د پل  د جوړیدا ؛په عنوان سره  یو نړیوال کنفرانس په مکې مکرمې کې  له پرون راهسې د اسلامی هیوادونو د مختلفو مذهبونو د عالمانو او متفکرانو  په شتون او دغه راز د ایران د سالامی جمهوریت د دوو ویناوالو په شتون سره پيل شوی او تر سبا پورې به دوام  ولري.

ایکنا نیوز د اسلامی نړۍ د ټولنې د اطلاع رسونې د ویب پاڼې له قوله راپور راکړ،دغه دوه ورځنی سمینار د ډیرو اسلامی هیوادونو د مختلفو مذهبونو دعالمانو ،مفتیانو،پوهانو او شخصّیتونو  کوربه دی.

دایران د اسلامی جمهوریت  په لرستان کې د رهبرۍ د خبرګانو شورا د آیت الله مبلغي  او د دینونو د پوهنتون د اجتماعي  کلتوري  چارو مرستیال عباس خامه یار  او  د قم علمیه حوزې نامتو پوهان او نړیوالې څيرې د ایران  له اسلامی جمهوریت  څخه بلل شوي ویناوال دي چې  په همدې خاطر ئې مکې مکرمې ته سفر کړی دی.

دغه دوه ورځنی کنفرانس چې  پخپل ډول کې  په لومړني ځل ترسره کیږي،د مشترکو موخو په خدمت کې په تیره بیا د دداسې غوره  موضوعګانو ته په پام سره چې د حقوقي  نظر یووالي ته  اړتیا لري، د   اړیکو د پیاوړتیا لباره د  هدفمنو خبرواترو په محتوا سره  ددغې ورورولۍ  علمي غونډې له لارې د اسلامی مذهبونو ترمینځ د ملګرتیا او تفاهم د پیاوړتیا په موخې سره  ترسره کیږي.

دغه سمینار به همداراز  له داسې خبرو ، شعارونو ،افراطي  او فرقه پالو کړچاروونو  د مقابلې پر لارو چارو باندې  چې اختلافاتو او نښتو ته په لمن وهلو پسې وي او د اسلامی ورورولۍ  ارزښتونه داغی کوي او داسلام  او مسلمانانو حیثیّت  او څيرې ته ګوزار ورکوي، تمرکزوکړي.

دمکې کنفرانس همداراز  دمختلفو مذهبونو د ځانګړنو، د مذهبونو د سپکاوي کونکو رودو د نفي کولو،او  لوي اسلام په نامې سره له ټولو سره په چلند باندې د ټينګار  په درک پسې  دی  او دا چې   بحثونه او  علمی  او روښانه کونکي  سپارښتنې  له نښتو او ډغرې لیرې  دخبرواترو او د ادب  له  رعایتولو  برخمنې  وي ، د هغې  لارې د نقشې پر ټاکلو سربیره چې  ټول  د ؛  مذهبونو  ترمینځ د پل  جوړولو ؛له لارې د د لارې د روښانه کولو  او د  اعتماد د پیاوړي  کولو په لور هدایت کړي.

په دغه سمینار کې ګډون کونکي په دې پسې دي  څو ددغې تاریخي ناستې په نتیجې کې د ؛مذهبونو  ترمینځ د پل جوړولو سند؛ ترلاسه  شي  چې   دعملي موضوعګانو او همداراز د له داسې ویناؤ او  مداخلتونو څخه ډکې دي  چې  په دې کې د اسلامی نړۍ  لوړپوړي عالمان، شخصیتونه او غوره مفتیان ئې وړاندې کوي.

ددغه کنفرانس په فعالیتونو کې همدرااز  داسې  ناستې  هم شاملې وي چې  په هغو  کې  دغزې دغمیزې او له هغو سره د بشپړ پیوستون  په باب  لوړپوړي  عالمان ویناوې کوي او  نړیواله ټولنه او انساني وجدانونه  ددغه بحران مسئول ګڼي او په عین حال کې  د قدس شریف په پلازمینې د یوه خپلواکه فلسطیني هیواد پر جوړیدا   ټينګار کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4205879

captcha