IQNA

6:37 - April 17, 2024
د خبر لمبر: 3489062

په مصر کې په کال کې په12  ژبو یو 1.5 میلیون فتواګانې صادریږي

ایکنا – د مصر دستر  مفتی سلاکار ددې خبرې په کولو سره چې  دم صر د فتوا مرکز  ریښتینی اسلام معرفي کوي،ټینګار وکړ،  په کال کې ددغه مرکز له خوا په مختلفو  ۱۲ ژبو کې یو اعشاریه پنځه میلیون فتواګانې صادریږي.

په مصر کې په کال کې په12  ژبو یو 1.5 میلیون فتواګانې صادریږي

ایکنانیوز د الوطن له قوله راپور  راکړ، دمصر د مفتی او  په نړۍ کې د  فتوا د پلاؤ ددارالانشاء د عمومی مشني سلاکار ابراهیم نجم په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ،چې  د مصر د فتوا شورا  په کال کې په مختلفو دولسو ژبو کې  یو اعشاریه پنځه میلیون فتواګانې صادروي.

هغه دغه خبرې  له ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره په مبارزې کې د ملی تجروبو  نومې سمینار کې  چې د  د ۴۰هیوادونو د استازو په شتون سره د اپریل له دیارلسمې تر اتلسمې نیټې پورې  په سنګاپور کې ترسره کیږی،  بیان کړې.

هغه د خپلې وینا په دوام کې  د د ماډرن نړۍ او اسلام ترمینځ  د اړیکې د سم درک لپاره  د فتوا  په صادرولو کې د فتوا شورا د ر ول اهمیت ته په اشارې سره  ووئيل، مصر  له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې  د خپلو اغیزشیندونو آوزارونو  او چورلیزونو د شمیر او تفکر قدرت ښودلی دی  او هغه درک چې په دې زمینې کې په لودیځ کې  موجود دی سم نه دی.

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې  د فتوا شورا  کړچار پر اعتدال مشتمل دی ، ټينګار وکړ،  ددغې شورا کړچار په بشپړ ډول  له تصادفي اقداماتو او سطحي فکرۍ جلا دی .

د مصر د مفتي سلاکار  همداراز ټينګار وکړ، چې د  افراط پالنې د مطالعاتو دمرکز (سلام:صلح) تاسیس   له عجیب و غریب  افکارو سره  مقابله ده  د سلام مرکز   د افراط پالنې له موضوع سره  داړونده دیني  او پوهنتوني او عمومي بحثونو  په ژورتیا کې  دعلمی  اصولو او اساس  متمرکز دی.

  https://iqna.ir/fa/news/4210836/

captcha